جلال اباد (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د ننګرهار نوي والي مولوي عطاءالله لودين د معرفۍ په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د امنيت په راوستو او د فساد د له منځه وړو په برخو کې به ډېرې هلې ځلې کوي.
د معرفۍ په يادو مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د علماوو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولايتي شورا وکيلانو، ځايي دولتي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
مولوي عطاء الله لودين د ننګرهار ولسونو ته د ولسمشر حامد کرزي د فرمان په لوستلو سره د نوي والي په توګه ور وپېژندل شو.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوي والي په ټاکل کېدو خوښ دى خو له والي غوښتنه کوي چې په ننګرهار کې دې پرتو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.
هغه زياته کړه: ((زه او زما ډله په پوره ډول د هغه ملاتړ يو او ډاډه يم چې ټول ولس به يې هم ملاتړى وي.))
نوموړي پر ټولو ديني علماو غږ وکړ، چې له وخته دې استفاده وکړي او د سولې لپاره دې په خپلو سيمو کې غږ پورته کړي.
د افغانستان د علماوو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف وويل، چې د تېرې دولس کلنې دورې له پيل راهيسې تر دې دمه د ننګرهار لپاره لومړنى ديني عالم دى چې د والي په توګه ټاکل کېږي.
ده وويل: ((ننګرهاريان ټول متدين خلک دي، ډېرى برخه يې ديني عالمان، قاريان او نور خلک دي، په کار ده چې ملاتړ يې وکړي.))
نوموړى وايي، چې دى د ديني علماوو په استازيتوب د ولسمشر حامد کرزي ياده پرېکړه ستايي او ملاتړي يې دي.
د ننګرهار نوي والي مولوي عطاء الله لودين خلکو ته وويل، ولسمشر کرزي له ده څخه د ننګرهار د والي کېدو غوښتنه کړې وه او له دې امله يې منندوى دى.
هغه زياته کړه: ((زه ولايت ته نه وم کانديد، زه ولسمشر ټاکلى يم او مننه ترې کوم چې پر ما يې دومره لوى باور وکړ.))
لودين وويل، چې په ننګرهار کې د ده لومړنۍ مبارزه د نا امنۍ پر وړاندې ده او څومره يې چې وس کېږي تر هغو به په ننګرهار کې د امنيت لپاره کار کوي.
والي پر ټولو وسله والو غږ وکړ چې خپلې روا غوښتنې دې ور ولېږي څو ننګرهار او افغانستان نور له جنګ جګړې خلاص شي.
د ننګرهار نوي والي وويل: ((تر هغې پر ځمکې وسله مه ږدۍ، خو د بل په اشاره مه خوځئ او د استازو له لوري مو خپلې غوښتنې راولېږئ.))
نوموړى زياتوي، چې په ننګرهار کې يې دويم ګام د فساد پر ضد دى، په دغه ولايت کې فساد خپل اوج ته رسېدلى او د دغه فساد په له منځه وړو کې به تر هغو جدي ګامونه پورته کړي، څو يې له منځه نه وي وړى.
لودين وايي: ((د ټولو ادارو چارواکو ته وايم چې سر له اوسه دې اصلاحات راولي، که چېرې بيا ما ته اسناد را ورسېدل او زه کوم اقدام کوم بيا به واسطې نه راوړئ.))
مولوي عطاءالله لودين دا هم وويل، چې د ننګرهار لپاره به د بيارغونې په اساسي چارو کار کوي او دغه ولايت به د پرمختګ پر لور بيايي.
د هغه په وينا، په نږدې وخت کې به د ننګرهار له مختلفو قشرونو سره ناستې ولري او د هغوى له مشورو وروسته به عملي ګامونه پورته کړي.
مولوي عطاء الله لودين تر دې مخکې د سولې عالي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، او اوس د پخواني والي ګل اغا شېرزي د ځاى ناستي په توګه ټاکل شوى دى.
ګل اغا شېرزى ولسمشرۍ ته له کانديدو مخکې د ننګرهار له ولايته لاس په سر شو.