ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلک د لومړنيو توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

د هرات خلک د لومړنيو توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

author avatar
17 Nov 2013 - 14:07
د هرات خلک د لومړنيو توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي
author avatar
17 Nov 2013 - 14:07

هرات ښار (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د هرات ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ورځنيو توکو بيې لوړې شوې او ښاروالي يې په کنټرول کې پاتې راغلې ده.

د هرات د نوي ښار يوه اوسېدونکي حاجي شريف خان د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هټيو کې د اوړو، غوړيو او نورو لومړنيو اړينو توکو بيې د پخوا په پرتله دومره لوړې شوې چې د يوه عادي کس يې پېرلو ته توان نه رسېږي.

هغه زياته کړه: (( بيې اسمان ته ختلې، انصاف نشته ، زه او نور خلک يې د اخيستلو توان نه لرو.))

د نوموړي په وينا، پخوا يو بوجۍ ٥٠ کيلويي اوړه په ٩٠٠ افغانۍ و، خو اوس يې بيه ١٣٠٠ افغانيو ته لوړ شوې ده.

د کشک کهنه ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سليمان چې هرات ښار ته د سودا پېرلو په موخه راغلى و، هم پژواک اژانس ته د بيو له لوړ والي شکايت وکړ.

ده زياته کړه: ((زه هره اونۍ د سودا لپاره ښار ته راځم، څومره پيسې چې مې د سودا لپاره راوړې وې، د بيو د لوړ والي له امله مې پيسې کمې شوې او له ملګري مې قرض کړې.))

د هرات ښار يوه اوسېدونکي بي بي ګل پژواک اژانس ته وويل چې ښاروالي په بېلا بېلو نومونو له ښاريانو ټيکسونه راټولوي خو د نرخونو په کنټرولولو کې پاتې راغلى دى.

د هرات ښار د عيدګاه واټ په سيمه کې يوه هټۍ وال محمدنسيم د بيو د پورته کېدو پخلى وکړ او ويې ويل چې د افغانيو د ارزښت ټيټوالى يې لوى لامل دى.

هغه زياتوي، د نرخونو په لوړوالي کې د دوى هم تاوان دى ځکه چې په لوړو بيو توکي خلک نه رانيسي، چې بيې ټيټې وي، د دوى بازار هم ګرم وي.

نسيم وويل، چې تېر کال يوه بوجۍ ٥٠ کيلويي اوړه په ٩٠٠ افغانيو و، خو اوس په ١٣٠٠ افغانيو دي، دغه راز د وريجو، غوړيو او نورو حبوباتو بيې هم لوړې شوې دي.

دغه راز د هرات اوسېدونکي د تېلو د بيو له لوړوالي هم شکايت کوي او زياتوي چې په تېرو څو ورځو کې يې په لېتر کې اته افغانۍ لوړ والى راغلى دى.

د هرات ښاروال محمدسليم ترکي هم پژواک اژانس ته د بيو لوړوالى تاييد کړ او ويې ويل، چې په دې اړه د ښاريانو شکايتونه ورته رسېدلي دي.

دى وايي، چې په هېواد کې د ازاد بازار قوانينو ته په پام کې نيولو سره دوى په کې مداخله نه شي کولى.

هغه زياته کړه: ((خلک حق په جانب دي، رښتيا هم بيې ډېرې لوړې شوې دي د ازاد بازار له امله زموږ صلاحيتونه محدود شوي دي، بازار د پېرېدونکي او پلورونکي ترمنځ چلېږي هغوى په خپله بيې ټاکي.))

د افغانستان د خوراي کښو او مزدورانو دسراسري اتحاديې رييس ډاکټر لياقت عادل هم د ورځنيو توکيو د بيو له لوړ والي شکايت کوي او زياتوي چې د بېکارۍ او غربت له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا ستونزه يواځې په هرات کې نه بلکې د پلازمينې کابل ترڅنګ په ګن شمير ولايتونو کې خلک له دې ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه چې دا ددولت مکلفيت  چې د توکو دلوړو بيو مخنيوى وکړي او اړونده ښارواليو ته دنده وسپاري چې بيې کنټرول کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.