Language

وسلوالو طالبانو د کابل د ځانمرګي برید مسوولیت واخیست

کابل ( پژواک ۲۵ لړم ۹۲) وسلوالو طالبانو د کابل د ننني ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دا ځانمرګی برید دلړم په ۲۵مه، ماسپښين ٣:١٥ بجې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته مخامخ په څلور لاري کې د پوليسو پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وشو، چیرته چې د پولیسو اکاډمي او د لویې جرګې خیمه هم موقعیت لري.

د کورنیو چارو  وزارت وایي چې به دې پيښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي، چې ډیری یې عام وګړي دي.

بلخوا وسلوالو طالبانو ددې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دطالبانو دیوه ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په دې برید کې ۳۲ دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمیر نظامي موټر ویجاړ شوی دي.

خو د سیمې اوسیدونکو او عیني شاهدان وایي چې په مړو او ټپیانو کې د ښوونې او رونې پوهنتون محصلین، د سیمې یو قصاب او لارویان هم شامل دي