Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار او زابل په دوو چاودنو کې څلور عام وګړي وژل شوي

کلات ( پژواک ٢٧ لړم ٩٢ ) : چارواکي وايي، چې د کندهار او زابل ولايتونو په دوو جلا جلا چاودنو کې د درېيو ماشومانو په ګډون څلور عام وګړي وژل شوي دي.

د زابل ولايت مرستيال محمد جان رسوليار د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار په اوو بجو د ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د برات او ګل کلي ترمنځ سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او ددوى خور او پلار يې ټپيان شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، پرون د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه ټراکټور موټر چاودنه شوې ده.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي ، چې د چاودنې له امله يو پلار او زوى وژل شوي او يو بل تن ټپي دى.

هغه وايي ، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه  يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.