کابل (پژواک٢٧لړم٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې د نن ورځې تر پايه د ټاکنيزو شکايتونو څېړل پاى ته رسوي او سبا به د کانديدانو وروستى نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاري.
ددې کمېسيون مرستيالې ريدا عظيمي پژواک ته وويل، چې نږدې ټول شکايتونه څېړل شوي او اوس د کانديدانو د وروستي نوملړ پر چمتو کولو لګيا دي.
د نوموړې په وينا ،دې کمېسيون له ټول هېواد څخه څه دپاسه ٩٠٠ شکايتونه ثبت کړي وو.
ټاکل شوې وه د کانديدانو وروستى نوملړ دوه ورځې وړاندې (٢٥لړم) اعلان شي، خو دا چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو د ډېروالي له امله خپلې څېړنې تر ټاکلې مودې بشپړې نه کړي، دا چاره وځنډېده.
عظيمي د کانديدانو په ابتدايي نوملړ کې د بدلون راتلو په اړه څه ويل له وخت څخه وړاندې وبلل او ويې ويل چې د ورځې تر پايه به څرګنده شي، چې ددوى د څېړنو په پايله کې څو تنه د کانديدۍ په شرايطو برابر پېژندل شوي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي وو چې د ولسمشرۍ د لسو کانديدانو له ډلې چې نومونه په ابتدايي لېست کې شامل شوي د درېيو تنو په اسنادو کې ستونزه شته.
سرچينې ويلي وو “که چېرې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون جرئت وکړي، ٨٠ سلنه امکان لري چې ددرې تنو نومونه له لست څخه وويستل شي.”
د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ټولټال ٣٠٨٤ تنو نوم ليکنه کړې وه، چې له ډلې يې ٣٦٨ تنه د ټاکنو خپلواک کمېسيون په شرايطو برابر ونه بلل.
دې کمېسيون د ولسمشرۍ د ٢٦ داوطلبانو له ډلې ١٠ تنه او د ولايتي شوراګانو د ٣٠٥٦ داوطلبانو له ډلې د ٢٧٠٤ کسانو نومونه د کانديدانو په ابتدايي لېست کې شامل کړل.
د ټاکنو کمېسيون په خپله پرېکړه کې په پوره بې پلوۍ ټينګار کاوه، خو ويل يې که څوک پرې اعتراض لري د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه يې پرمخ خلاصه ده.
د کانديدانو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون پرېکړه وروستۍ ده.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP