جلال اباد ( پژواک ٢٧ لړم ٩٢ ) : د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د ملي اردو د يوه معيوب شوي سرتېري زوى ١٣ کلن نظام ، چې اوس موچي توب کوي، وايي چې وسله وال ترې د ورځې ګټلې پيسې اخلي.
هغه وايي، چې پلار يې په کونړ ولايت کې د ملي اردو سرتېرى و، خو څه موده وړاندې يې د ماين په چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې او اوس د کور د نفقې مسووليت دده پرغاړه دى.
نظام چې اوس د بټي کوټ ولسوالۍ په بازار کې موچي توب کوي وايي، چې وسله والو ترې درې ځلې پيسې اخيستې دي.
هغه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې اوس ټوله کورنۍ ور له غاړه ده ، خو نن يې درېيمه ورځ ده ، چې وسله وال ترې په لاره کې د ورځې ټولې ګټلې پېسې اخلي.
دى وايي ، چې په کور کې د ده په ګډون نهه تنه اوسيږي ، چې د ټولو نفقه د ده پر غاړه ده، خو اوس چې له يوې خوا په بټي کوټ کې ناامني زياته شوې او له بله پلوه يې وسله وال ځوروي، نو له ګڼو ستونزو سره يې کورنۍ مخ شوې ده.
١٣ کلن نظام ، چې خپلې اوښکې يې پټې نه شوې کړاى پژواک ته وويل، چې کله لوى شي ، نو د ملي اردو له ليکو کې سره به يو ځاى شي.
هغه زياته کړه : (( زه ځکه ملي اردو ته ځم، چې طالبان مې سخت ځوروي ، هره ورځ کور ته نيم ساعت مزل په پښو کوم او په لار کې دوى رانه پېسې اخلي.))
نظام وايي ،چې دا څو ورځې يې مزدوري کمه شوې، نو دى د کرايې د نه شتون په خاطر په موټر کې کور ته نه ځي، خو وسله وال پرې ورپيښيږي او په زوره ترې پېسې اخلي.
نوموړى زياتوي: (( يوه ورځ يې رانه ١٣٠ کلدارې، بله ورځ ٩٠ کلدارې او نن ورځ ١٨٠ کلدارې په زوره اخيستې دي.))
د هغه په وينا، ډېرى وخت ترې بهرني وسله وال پيسې اخلي او کله نا کله داسې کسان هم له ده سره مخ کيږي، چې په خبرو يې نه پوهيږي.
نظام وايي ، چې نن ورځ يې له وسله والو څخه پيسې پټې کړې وې، خو کله چې ده ورته پيسې ورنه کړې، نو وسله والو د ټوپکو په کونداغونو وهلى او په زوره يې ترې پېسې اخيستې دي.
دى وايي: (( څو ورځې مخکې يې راته ويل ، چې په کار روزګار څه کوې، راځه موږ سره يو ځاى شه، زموږ د کلي ډېر هلکان ورسره دي، خو زموږ د ګټې هېڅوک نشته.))
د نظام په وينا، تېره اونۍ يې خپل پلار ته د ژمي څادر اخيستى و، چې په لار کې ترې وسله والو په زوره واخيست، يو شمېر وسله وال يې د شپې له مخې کور ته ورځي او په زوره ترې د ډوډۍ غوښتنه کوي.
نوموړى زياتوي: (( موږ ځان ته حيران يو، چې ډوډۍ څه ډول پيدا کړو، خو دوى لس، پنځلس کسان وي او پر موږ دېره شي.))
قومي مشر ملک نصيب هم تاييدوي ، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله وال د يو شمېر ملکي وګړو څخه په زوره پيسې او نور د اړتيا وړ توکي اخلي.
هغه زياته کړه : (( له دوکانونو نه په زوره سوداګانې اخلي، د تيلو يو پمپ دى، څو ځله يې ترې پيسې په زوره وړې دي.))
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى خپلو ټولو ملګرو ته سپارښتنه کړې ،چې د هېڅ ملکي کس څخه به په زوره پيسې او يا هم نور توکي نه اخلي.
دى وايي: (( څوک که په خپله موږ سره کومک کوي، ښه خبره ده، خو په زوره چا نه څه نه اخلوو.))
نوموړى وايي ، چې که کوم کسان په زوره له چا څه واخلي او دوى يې وويني ، نو سم د واره به ورته سزا ورکړي.