Language

داوود سلطانزوی دولسمشرۍ کاندیدانو وروستي نوملړ ته لاره پیدا کړه

کابل ( پژواک ۲۸ لړم ۹۲ ) : د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون یوه سرچینه وایي  چې دشکایتونو تر څیړنو وروسته د ولسمشرۍ کاندیدانو له لومړني نوملړ څخه ویستل شوی کاندید داوود سلطانزوی په وروستي نوملړ کې خای موندلی دی.

 دغه سرچینه  دلړم په ۲۸مه، د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد کاندید نوم له لومړني نوملړ څخه د اړتیا وو موادو نه پوره کولو له امله ویستل شوی و.

سرچینه زیاتوي : (( د سلطانزوي لخوا تازه اسناد او مدرکونه چې د شکایتونو کمیسیون ته وړاندې شوي ، تصدیقوي چې هغه دامریکا تابعیت له لاسه ورکړی او له همدې امله دهغه نوم بیرته په نوملړ کې شامل کړی شو.))

تردې مخکې نن د شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په یوه خبري غونډه کې وویل چې به وروستي نوملړ کې ۱۱ کاندیدان شامل دی او له لومړي نومړل څخه له ویستل شویو ۱۶ کاندیدانو څخه یواځې یو تن یې په وروستي نوملړ کې راغلی دی.

داوودسلطانزوي هم پژواک ته تایید کړ چې د کمیسیون سرچینو ورته په نوملړ کې یې دنوم راتلو په اړه خبر ورکړی دی .

هغه په وروستي نوملړ کې د خپل نوم په شاملیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه کار دده ددریځ پیاوړی کړی دی.

دیادونې وړ ده چې د داوود سلطانزوی لومړی مرستیال احمد سعیدي د سلطانزي له ټیم څخه جلا شوی، خو سلطانزوی وایي چې دا کار به یې پر کمپاین اغیزه ونه وکړی او د کانونو وزارت پخوانی چارواکی فرید احمد فضلي یې د سعیدي پر ځای لومړی مرستیال ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ د کانديدانو په ابتدايي لېست کې، د ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب الرسول سياف، قطب الدين هلال، عبدالرحيم وردګ، ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر زلمى رسول، سردار محمد نادر نعيم، قيوم کرزى، هدايت امين ارسلا او د ګل اغا شېرزي نومونه شامل دي.