Language

جلال اباد(پژواک٢٨لړم٩٢): په جلال اباد کې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون له لاسليک سره د يوې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې مخالفت وشو ، چې د غونډې ګډونوالو د ايران په ملاتړ څرګندونې کولې.

دا غونډه ، چې د لړم په ٢٨مه، د افغانستان د ملي اقتدار ګوند له لوري جوړه شوې وه، پکې د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او د پوهنتون ډېرى محصلينو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شېرزاد  ياد امنيتي تړون د هېواد په زيان وباله او زياته يې کړه ، چې امريکا غواړي په منځنۍ اسيا کې خپل تسلط ټينګ کړي.

نوموړي ايران ته هم اشاره وکړه، چې يواځينى اسلامي هېواد دى ، چې د امريکا او د هغوى پلويانو ته په مخ کې خنډ جوړ شوى دى.

ده زياته کړه: (( ايران  دې ژوندى  وي  ، چې د امريکا پر وړاندې خنډ دى.))

د هغه په وينا، امنيتي تړون هېڅ قانوني بڼه نه لري  او په دې اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې ته داسې اشخاص وربلل شوي ، چې تر اوسه د جرګې په اېجنډا نه دي خبر.

خو د لويې جرګې د تياري کمېسيون چارواکي وايي ، چې د امنيتي تړون بشپړ متن يې په پښتو او دري ژبو ژباړلى او پر ګډونوالو به له جرګې مخکې ووېشل شي.

پخواني جهادي قوماندان  زين العابدين فريد وويل ، چې افغان حکومت او بهرنيان د دوه نيم زرو وګړو خبرې ته مشروعېت ورکوي او زرګونه نور چې ددې تړون مخالف دي د هغوی پر خبرو غوږ هم نه ګروي.

هغه زياته کړه: (( په هېڅ وخت مشورتي جرګه مشروعيت نه شي تر لاسه کولى.))

قومي مشر نبي ګل رحمانزي پژواک اژانس ته وويل ، چې امريکا غواړي په افغانستان کې د اډو له  ترلاسه کولو څخه وروسته له افغان خاورې په استفادې سره  بل اسلامي هېواد ايران وځپي.

دې غونډې سره هم مهاله د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو هم د يوه لاريون په ترڅ کې له امريکا سره امنيتي تړون په کلکه وغانده او زياته يې کړه، چې امريکا غواړي په هېواد کې د دغه تړون له مخې جنګ نور هم تود وساتي.

د سياسي چارو کارپوه او د ننګرهار پوهنتون پخواني استاد محمد انور سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو خپلې لاسوهنې په دې وروستيو کې زياتې کړې دي.

نوموړى وايي، چې ايران يو شمېر قومي مشرانو او سياسي ډلو ته پيسې ورکوي، تر څو د ياد امنيتي تړون پر ضد فعاليتونه وکړي.

هغه زياته کړه : (( نننۍ غونډه يې ښه بېلګه ده، ايران هڅه پيل کړي، چې په هېواد کې ګډوډي رامنځته کړي، چې دا د نړېوالو اصولو خلاف کار دى.))

سلطاني زياتوي ، داسې خبر شوى چې په دې وروستيو کې ايران يو شمېر قومي مشران  او ځينې نور چارواکي ايران ته بيولي او هلته يې ورسره ځانګړې غونډې کړې دي.

ده زياته کړه، چې ايران که د افغانستان او امريکا د امنيتي تړون مخالفت کوي ، نو دوى هم له روسيې سره د ګلستان په نوم يو تړون لري.

ياده دې وي ، چې ټاکل شوې له امريکا سره دافغانستان دامنيتي تړون پر سر دبحث لپاره وربلل شوې جرګه ، چې شاوخوا دوه نيم زره کسان پکې برخه لري دپنجشنبې په ورځ په خپل کار پيل وکړي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.