Language

په غزني کې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ( پژواک، ٢٨ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ او د مرکز اوړوند منګور سيمه کې شپږ وسله وال وژل شوي او شپږ  ټپيان دي.

د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګيرو د شېلې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، په بريد کې يو سيمه ييز پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او څلور وسله وال ټپيان دي.

ګيرو د غزني له مرکزه شاوخوا ٧٠ کيلومتره لرې سوېل ته د پکتيکا له خيرکوټ سره ګډه پوله لري.

دغه راز د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد د منګور په سيمه کې دوه وسله وال ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

ننګ زياتوي، په هوايي بريد کې د وژل شويو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم دامني، چې د دوى دوه ملګري په منګور کې وژل شوي ، نوموړى وايي، چې په ګيرو کې جګړه شوې ، خو د اوښتي زيان په اړه معلومات نه لري.