کابل(پژواک، ٢٨ لړم ٩٢):د کورنيو چارو وزارت له لوړ پوړو دولتي چارواکو او مهمو څېرو څخه غوښتنه کړې، چې د لويې جرګې پرمهال دې د بې ځايه تګ راتګ او د تورو ښيښو لرونکو وسايطو کارولو څخه ډډه وکړي.
دا ټکى په هغه خبرپاڼه کې څرګند شوى، چې د مشورتي لويې جرګې دامنيتي تدابيرو په اړه نن پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې، چې دافغانستان اوامريکا ترمنځ په امنيتي سند د بحث لپاره رابلل شوې مشورتي لويه جرګه د ٢٥٠٠ ګډونوالو په درلودو سره د لړم په ٣٠ په کابل کې جوړه شي.
په خبرپاڼه کې په ځانګړي ډول له لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه غوښتنه شوې، چې دپوليسو د تلاشۍ ځايونو څخه د تېرېدو پر مهال دې دهېواد له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د کورنيو چارو وزارت همدارنګه ويلي، چې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي پوليس، د جرګې دامنيت نيولو، د ترافيکي تراکم دکنټرول او ښاريانو سره دهمکارۍ په موخه ځانګړي تدابير نيولي، څو په کابل ښار کې د ناامنۍ د پېښو او ترافيکي ګڼې ګوڼې مخنيوى وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل ښاريان کولى شي، چې د ناڅاپي پېښو پرمهال لکه بېړنۍ ناروغۍ، اورلګېدنې او نورو طبيعي پېښو پرمهال د امبولانس غوښتو لپاره ١١٩ پوليس شمېرې ته زنګ ووهي او يا هم اطفايه په ١٠١ شمېره را وغواړي.
همدارنګه کابل ښاريان کولى شي د شکمنو څيزونو په ليدو سره د پوليسو نږدې پوستې ته خبر ورکړي او يا هم له ١١٩ پوليس شمېرې سره اړيکه ونيسي.
خبرپاڼې ليکلي، چې کابل ښاريان کولى شي، چې د امنيتي تدابيرو له امله د بندو شوو واټونو څخه د تېرېدو پرمهال له هغو بسونو کار واخلي، چې په دې واټونو کې د ښاريانو د لېږد لپاره ګومارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ددې ترڅنګ ښاريانو ته د اور وژنې، امبولانسونو او نورو اړتيا وړ وسايلو له چمتو کولو خبر ورکړى، چې د ناڅاپي پېښو سره د مقابلې لپاره به وکارول شي.
ددې وزارت د خبرپاڼې له مخې، پورته يادې شوې اسانتياوې د کابل ښاريانو د ستونزو د حل په موخه رامنحته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP