Language

د شپږو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

اسعداباد،ميدانښار ( پژواک ٢٩ لړم ٩٢ ) : د ميدان وردګو چارواکو د څلورو وسله والو طالبانو د وژلو ترڅنګ د شپږ ټنه چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه د مرکز ميدانښار په دره کهنه سيمه کې د ګډو کورنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو د چاودېدونکو توکو لوی زېرمتون کشف او ترلاسه شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې زېرمتون کې  شپږ ټنه  بېلا بېل ډول چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، خو په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د والي وياند دغه راز وويل ، چې تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قول پيرک سيمه کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او  د نرخ ولسوالۍ په ده حيات سيمه کې يو طالب وژل شوى او بل يې ژوندى نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

دکونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل  پژواک ته وويل ، چې نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې ايتلافي ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ د ازارباغ په سيمه کې  بې پيلوټه هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.