Language

د يوه ځانمرګي بريد کوونکي موټر هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه وکړه

کابل ( پژواک ٢٩ لړم ٩٢ ) : د غزني چارواکي وايي ، چې په مقر ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد کوونکي موټر هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې او کومه مرګ ژبله يې نه ده اړولې.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ دلړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار  شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، ځانمرګى بريد کوونکى په کرولا موټر کې سپورو او غوښتل يې چې ولسوالۍ ته نږدې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

د ننګ په وينا، د بريد کوونکي موټر پوستې ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې ، چې له امله يې پخپله بريدکوونکى وژل شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى.

د مقر ولسوال صاحب هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې نور زيان نه لري.

خو وسله وال طالبان بيا ادعا کوي ، چې په دې ځانمرګي بريد کې يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دا بريد د سراچه موټر په وسيله شوى، چې له امله يې پوسته ويجاړ او تر ٣٥ پورې پوليسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې ځانمرګي بريدونه ډېر شوي ، تر کابل او مزار شريف وروسته په روانه اونۍ کې دا درېيم ځانمرګى بريد و، چې ترسره کېږي .