پلخمري، کندوز(پژواک، ٢٩ لړم ٩٢):د کندوز ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رييس ،چې يوولس ورځې مخکې په بغلان کې وسله والو تښتولى و، ووژل شو.
د بغلان د برکه ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو د انجنيرشفيق الله عالميار مړى تېر ماښام د خلکو په همکارۍ ددې ولسوالۍ په شرشره دره کې موندلى دى.
ده زياته کړه، چې د کليو دبيارغونې او پراختيا رييس د سر په برخه کې څو مرمۍ خوړلې دي.
د کندوز د کليو پراختيا رييس موټر ، د لړم مياشتې په ١٨ مه هغه مهال د مرکزي بغلان په مسجد سفيد سيمه کې د وسله والو تر بريد لاندې راغى، کله چې له بغلان څخه د خپلې دندې لپاره کندوز ته روان و.
په دې بريدکې د ده ورور ووژل شو او خپله وسله والو کسانو برمته کړ.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر بابري ويلي و ، چې بريدګر وسله وال طالبان و ، چې د تښتوونکو د نيولو او د کليو بيارغونې او پراختيا رييس د ژغورلو لپاره يې سيمه ييز پوليس ور استولي دي.
سرچينې زياته کړه، دوى وسله والو طالبانو ته ويلي و ، چې د کليو پراختيا رييس داسې يو څوک دى، چې د عامه ګټو په کارونو کې بوخت دى او بايد خوشې شي، خو طالبانو د هغه خوشې کېدنه د خپلو مشرانو په تصميم پورې تړلې وه.
د کندوز مرستيال والي حمدالله دانشي هم د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس په وژنه خواشيني وښوده او ويې ويل، چې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې د کندوز- بغلان لويه لاره په دې وروستيو کې نا امنه شوې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP