Language

په غور کې شپږ ټولګټې پروژې تر سره کېږي

 چغچران (پژواک ٢٩ لړم ٩٢): په غور ولايت کې د سړک، پول او کانال شپږ نښلوونکې ټولګټې پروژې، چې له نيم ميليون ډالرو څخه پرې زيات لګښت راځي، پلې کېږي.

 د غور د کليو او پراختيا رياست د پروګرامونو امر انجنير محمدشفيق وکيلي وايي، په اختيار الدين کلي کې د دوه پايه پولګوټو، جغل اچولو او درې سوه متره سړک ، په ګرګي کلي کې د ٢ سوه مترو په اوږدوالي د يوه کانال جوړول او دچغچران مرکز اړوند په مدرسه کلي کې د ٦٢٠ متره استنادي ديوال جوړول په يادو پروژو کې شامل دي.

هغه پژواک ته وويل، په شهرک ولسوالۍ کې پنځه پولګوټي او په لعل او سرجنګل ولسواليو کې د هريرود سيند پر غاړه د موټرو د پنځلسو مترو په اوږدوالي د يوه پول جوړول د يادې پروژې بله برخه جوړوي.

 د انجنير وکلي په وينا، دغه پروژه د شاوخوا ٦ سوه زره امريکا ډالرو په لګښت د کليو او پراختيا وزارت له لوري د شاته پاتې ولايتونو د پروګرام له بوديجې څخه ورکول کېږي، چې د دغو پروژو په جوړولو سره د کليو د اوسېدونکو د تلو او راتلو ستونزې هوارې شي.

 د غور د کليو او پراختيا مشر انجنير تاج محمد زلال، د يادو پروژو د بنسټ ډبرې په کېښودو سره د دغې سيمې په پراختيا کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل: ” دغه پروژې د سيمې د پراختيايي شوراګانو او د ولسوالۍ پراختيايي شوراګانو له لوري پرې کار کېږي، چې هم له اقتصادي پلوه خلکو ته ښه او ټولګټې تماميږي او هم د کليو په رغونه کې ځانګړى اغېزه لري.”

 د ويلو ده، څو ورځې وړاندې د غور د مرکز چغچران  د اهنګرانو په سيمه کې د ٤١ متره په اوږدوالي د يوه پول د بنسټ ډبره هم د کليو او پراختيا چارواکو له لوري کېښودل شوه، چې  له بشپړېدو سره يې د سيمې خلکو ته ډېرې اسانيتاوې برابريږي.

 غور د بيارغونې په برخه کې د هېواد له  وروسته پاتې او مرکزي ولايتونو څخه دى  .

 

Related Topics