Language

جلال اباد(پژواک٢٩لړم٩٢): په ننګرهار کې د سولې له بهير سره د اوو وسله والو مخالفينو په يو ځاى کېدو، له تېر يوه کال راهيسې په دې ولايت کې د يو ځاى شويو کسانو شمېر ٢٢٥ تنو ورسېد.

 د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير بابا د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغې اووه کسيزې ډلې په اچين او نازيانو ولسواليو کې فعاليت کاوه.

  هغه زياته کړه، د يادې ډلې په يوځاى کېدو کې له ملي امنيت سربېره د سولې له کمېټې سره يوځاى شويو پخوانيو قوماندانانو هم هلې ځلې کړې دي.

 نوموړى وايي ، چې يادو وسله والو پنځه ميله وسله، پنځه ماينونه او ۷۵ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم دولت ته وسپارل.

  د يادې ډلې قوماندان معشوق پژواک اژانس ته وويل، چې وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو څخه لاس اخلي.

 دى وايي ، چې د مولوي رشيد تر مشرۍ لاندې يې په اچين او نازيانو ولسواليو کې بيلابيل دولت ضد فعاليتونه ترسره کول، چې نن ورځ دولت سره يوځاي شول.

 دده په وينا، دوه کاله يې له دولت سره په جګړه کې تېر کړي، خو تر دې وروسته به دولت سره اوږه په اوږه کار کوي.

  هغه زياته کړه: ((تراوسه نه پوهيدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو، موږ خو د پاکستان اى ايس اى غولولو، پيسې يې راکولې.))

  نوموړي په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غوليدلى، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکارو کړنو مخه نيسي.

 د سولې له بهير سره يوځاى شوي وسله وال قيوم خان پژواک ته وويل، دوى نه پوهيدل چې د چا له لوري د دوى مشرانو ته پيسې ورکول کيدې ، خو يواځې د هغوى په اشاره خوځېدل او وروسته له دې به له ورانکاره فعاليتونو څخه لاس واخلي.

  ده په نورو وسله والو غږ وکړ، چې د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.

 ياد دې وي ، چې د يوځاي شويو وسله والو قوماندان ته هره مياشت ۱۳ زره افغانۍ او عادي تن ته يې ۶ زره افغانۍ تر شپږو مياشتو پورې ورکوي او له دې وروسته ورته بيا د کار کولو زمينه هم برابروي.

 ددغو وسله والو په يوځاي کېدو سره د شاوخوا يو کال نه د ننګرهار سولې ولايتي دفتر سره ۲۲۵ تنه وسله وال يوځاي شوي ، چې ډېرو هغوى ته يې د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده.

 

Related Topics