Language

د طالبانو پر ضد لاريون وشو

اسعداباد (پژواک٣٠ لړم ٩٢): د کونړ د شيګل ولسوالۍ سلګونه خلکو په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد سوله ييز لاريون وکړ، د اسعداباد او اسمار ولسواليو  لاره يې د ترافيکو پر مخ د څو ساعتو لپاره وتړله.

د لاريون يوه سمبالوونکي سيد رحيم وويل، لاريون يې په دې موخه کړى، چې د دولت وسله وال مخالفين د ولسي خلکو پر کورونو هاوانونه را توغوي او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

 هغه له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د خلکو پر کورونو له بريدونو لاس واخلي او له دولته يې وغوښتل چې سرحد دې پياوړى کړي تر څو د وسله والو د راتګ مخه ونيول شي.

 د لاريون يو ګډونوال قهرمان وايي، که طالبان له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي نو ځايونه يې معلوم دي، ولسي خلک دې نه وژني، چې دغه کار به وروسته ناوړه پايلې ولري.

نوموړي زياته کړه، هغه څوک چې ولسي خلک وژنې د بښلو نه دي او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې د خلکو امنيت وساتي.

يو بل لاريون کوونکى محب الله وايي، دا پنځلسمه ورځ ده چې د طالبانو له خوا د شيګل  پر خلکو د هاوان مرمۍ را ويشتل کېږي.

پرون هم يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده او يو ځوان يې وواژه او درې نور ټپيان شول.

هغه زياته کړه، چې وسله وال له پاکستانه را اوړي او دلته عام خلک وژني.

د شيګل ولسوال عبدالظاهر ساپى هم د خلکو ستونزې مني وايي، په دوو اونيو کې د طالبانو د پر له پسې بريدونو له امله عام خلک په تنګ شوي دي.

ولسوال زياتوي، چې تېره ورځ د طالبانو له خوا د ويشتل شوي هاوان له امله يو کس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

 د يادونې ده، په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد عام خلک لاريون کوي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics