مزارشريف (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): په مزارشريف ښار کې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په موخه شاوخوا زر تنو نجونو او هلکانو د ځغاستې سيالي ترسره کړه.
دغه سيالي د ګزينش ۹۳ ټولنې او د بهاوي بنياد له خوا د مزار ښار سوېل لور ته د خالد بن وليد په ښارګوټي کې جوړه شوې وه.
د بلخ د المپيک رييس محمد ابراهيم عثماني د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سيالۍ څخه د ځوانانو موخه دا ده، څو افغانانو ته دا پيغام ور ورسوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او راتلونکی ولسمشر وټاکي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټاکنو کې يوه رايه هم ډېر ارزښت لري نو خلک بايد خپلې رايې وکاروي.
د عثماني په وينا، دوی د سيالۍ ګډونوالو ته څه باندې زر کارتونه ورکړي چې ټولو ګډون په کې کړی دی.
هغه زياته کړه، په ټاکنو کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې خلک په پراخه کچه ګډون په کې وکړي.
د اولمپيک رييس له ځوانانو وغوښتل، چې افغانان په ټاکنو کې ګډون کولو ته تشويق کړي.
نوموړي همدا راز وويل، چې د دې سيالۍ په ترڅ کې نجونو دوه او هلکانو پنځه کيلومتره واټن منډه وکړه.
هغه وويل، چې لومړى، دويم او د درېيم مقام ګټونکي ته نغدي جوايز په نظر کې نيول شوي وو.
د سيالۍ ګډونوالې سويتا يعقوبي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې خاطر يې په دې سيالۍ کې ګډون کړی تر څو خلکو ته وښيي، چې ځوانان هم د ټاکنو په څېر ملي پروسه کې د خلکو د ګډون لپاره هلې ځلې کوي.
هغې زياته کړه ((که موږ پنځه کاله مخکې رايه نه وای ورکړې، نو اوس به مشروع حکومت موجود نه و او موږ به نه شو کولای چې په دې ډول سياليو کې ګډون وکړو.))
د سيالۍ په پای کې درې تنه د هلکانو له ډلې او درې هم د نجونو له ډلې په لومړۍ، دويم او درېيم درجو کې راغلل، چې له لسو تر دېرش زره افغانيو نغدي جايزه ورکړل شوه.