کابل( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٢):د اروزګان د چورې ولسوالۍ د ګوزڼ واکسين مسوول او مرستيال وژل شوي او په ميدان وردګو کې يو قومي مشر ټپي شوى دى.
د اروزګان ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې عبدالرووف او حضرت الله، د رضاکارانو د عامه پوهاوي په موخه چورې ولسوالۍ ته تللي و.
خبرپاڼه زياتوي، دغه کسان وړمه ورځ د خوش قدير په سيمه کې د پوليو واکسين له رضاکارانو سره تر ليدنې وروسته مرکز ته د بېرته راګرځېدو پر مهال لادرکه شول او پرون مازيګر يې د کليم باوړي په سيمه کې مړي وموندل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ګوزڼ واکسين مسوول او مرستيال په دار ځړول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتوله مخې، عبدالرووف او حضرت الله د چورې ولسوالۍ د علي شيرزو سيمې اوسېدونکي وو او غوښتل يې ، چې په سيمه کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په موخه د ماشومانو روغتيا وژغوري.
د يو بل خبر له مخې،تېره شپه ناپيژاندو وسله والو د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې يو قومي مشر ملک حسن په خپل کور کې په ډزو ټپي کړ.
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملک حسن په سيمه کې مخور قومي مشر و، نه يې له چا سره شخصي بدي لرله او نه يې په دولت کې کومه رسمي دنده درلوده.
خبرپاڼه زياتوي، نوموړى قومي مشر د خپلې کورنۍ له خوا د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى.
د اروزګان او ميدان وردګو د پېښو په تړاو تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.