Language

د تورخم دروازه وتړل شوه

جلال اباد (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): مسوولين وايي، چې نن له سهاره راهيسې د تورخم دروازه د مسافرو په مخ تړل شوې ده.

د تورخم ځنځر دې غاړې ته د سرحدي کميسارۍ مرستيال سمونيار  نثاراحمد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده دروازه نن سهار وخته تړل شوې ده.

هغه زياته کړه، دوى ته پاکستاني لوري خبر ورکړى ، چې د هغوى د مرکزي حکومت د امر پر اساس يې دغه کار ترسره کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم د تورخم دروازې تړل کېدل تاييدوي، خو دا يې ونه ويل چې ياده دروازه به بېرته کله خلاصېږي.

په تورخم کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې نن د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تحريک انصاف ګوند له خوا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په غبرګون کې لاريونونه پيل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د همدغو لاريونونو له امله د تورخم دروازه تړل شوې ده.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پخوا اعلان کړى و، چې دوى به د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په غبرګون کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره بندوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.