جلال اباد (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په ننګرهار ولايت کې اوه ماين جوړونکي په يوه جومات کې د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د دغه وزارت له خوا د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره شپه د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د شپې په څه کم لس بجې يوې ډلې وسله والو، چې غوښتل يې په جومات کې ماينونه جوړ کړي، خپل جوړېدونکي ماين پرې چاودنه کړې او اوه تنه يې وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دا پېښه د خوګياڼو ولسوالۍ په ممله سيمه کې رامنځته شوې، خو وايي چې ملکي وګړو ته په کې زيانه نه دى اوښتى.
بلخوا وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده. طالب وياند ادعا کوي ، چې بهرنيو ځواکونو پر ياد جومات بمبار کړى او اوه عام وګړي يې وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ موظفينو د روداتو په ولسوالۍ کې ٨٠ کيلوګرامه اومه چرس د هغو له دوو تنو لېږدوونکو سره نيولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د روداتو په ولسوالۍ کې پوليسو اتيا کيلوګرامه اومه چرس نيولي دي.
نوموړى وايي: ((دغه چرس چې په کرولا موټر کې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى شوي وو، نيول شوي دي.))
دى وايي، چې د يادو دووکسانو دوسيه يې د جنايي جرمونو پر ضد ادارې ته استولي او نور اجراات به ياده اداره وکړي.