Language

افغانستان د کرکټ شل اووریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

کابل (پژواک ۳ لیندۍ ۹۲ ) : افغانستان د کرکټ دنړیوال جام دغوراوي سیالیو په خپله وروستۍ لوبه کې کینیا ته په ماتې ورکولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د ۲۰۱۴ کال د شل اووریز نړیوال جام د غوراوي دا سيالۍ د ١٦ لوبـډلو په ګډون سره د لړم په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لیندۍ په درېیمه پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې ددې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۸ منډې وکړې او کینیا ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

د هوتک په وینا، دافغانستان له لوري نورعلي ځدراڼ چې ډیره موده وروسته یو ځل بیا ملي لوبډلې ته یې لاره موندلې، په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز نجیب ځدراڼ ۳۳ او کریم صادق ۳۰ منډې جوړې کړې.

د کینیا لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شواى کړای او ټوله لوبډله یې د سمیع الله شینواري د ښه بالنګ له امله یواځې په ۱۱۴ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۴ منډو په توپیر سره وګټله.

سمیع الله شینواري په زړه پورې بالنګ وکړ او په څلورو اورونو کې یې یواځې د ۱۳ منډو په بدل کې د کینیا پنځه لوبغاړي وسوځول. دغه راز شاهپور ځدراڼ ، میرویس اشرف دوه دوه او حمزه هوتک یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم ددې سیالیو په پیل کې هالنډ ماتې کړې وه، خو له هغه وروسته یې پرله پسې شپږو لوبو ګټلو سره  ۱۲ نومرې ترلاسه او پخپل ګروپ کې یې لومړی مقام خپل کړ، هالنډ  دویم او نیپال درېیم مقام خپل کړ.

افغانستان تر دې مخکې، نیپال، ډنمارک، سکاټلينډ، پي اين جي او برمودا ته ماتې ورکړې، خو له هالنډ څخه يې ماتې خوړلې وه.

د غوراوي په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلو برخه اخیستې، چې شپږ غوره لوبـډلې به يې  شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا او متحده عربي امارات او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.

ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود ، اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد او د کرکټ بورډ ټول کارکوونکي د زړه له کومې د کینیا پروړاندې د بریا او ۲۰۱۴ کال شل اوریز جام ته نیغ په نیغه  په لار موندلو مبارکي ویلې ده.

 د یادونې ده ، چې افغانستان تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کال په ویسټ انډیز او په ۲۰۱۲ کال په سریلانکا کې  د کرکټ شل اووریزو سیالیو نړیوال جام ته موندلې وه.

 دغه راز د کرکټ ملي لوبډلې دوه میاشتې مخکې کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال د کرکټ ۵۰ اوورزی یو ورځني نړیوال جام ته هم لاره موندلې چې ټاکل شوې په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې ترسره شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.