کندوز ښار (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): د کندوز د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ګرمو اوبو د بايلر د چاودنې له امله څلورو مېرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار د ليندۍ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د کندوز ښار اړوند د سيدرک په سيمه کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دغه پېښه د يادې سيمې د يوه کور په تشناب کې د ګرمو اوبو د بايلر له امله رامنځته شوې ده، چې په پايله کې يې دوه مېرمنې وژل شوې او دوه نورې ټپيانې دي.
مختار وايي، ټپي شوې مېرمنې دوى ته وروړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ده په وينا، دغه مېرمنې تشناب ته په نږدې خونه کې د کاليو پر ګنډلو اخته وې، چې د دېوال د پرېوتو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP