Language

د غزني د هوايي ډګر چارې ٩٠ سلنه ترسره شوې

غزني (پژواک ٤ ليندۍ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني د هوايي ډګر د جوړولو ٩٠ سلنه چارې ترسره شوې او پاتې به يې تر يوې بلې مياشتې (د ٢٠١٣ کال تر مراسمو مخکې) بشپړې شي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، د هوايي ډګر د احاطې او رنوې (ځغاستليکې) کار په بشپړېدو دى او په ترمينل به هم ډېر ژر کار پيل شي.

د ده په خبره، که د ماليې وزارت له لوري د بوديجې په ورکړه کې ځنډ نه واى راغلى، نو اوس به د هوايي ډګر کار بشپړ و او د الوتنو لپاره به چمتو و.

ننګ زياتوي، دوى په پلان کې لري چې د هوايي ډګر کار د ٢٠١٣ کال د وروستيو مراسمو تر پيل مخکې بشپړ کړي، تر څو بهرني مېلمانه د هوا له لارې غزني ته راشي.

غزني د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د علمي او فرهنګي مرکز “ايسيسکو” له لوري د اسلامي هېوادونو د تمدن پلازمېنه نومول کېږي، چې د نمانځنې وروستي مراسم به يې شاوخوا يوه مياشت وروسته ترسره شي.

د قلندري په نوم د ودانيز شرکت يوه انجنير ذکي قلندري، چې د غزني د هوايي ډګر پروژه پر مخ وړي، وايي چې دوى ته پيسې ناوخته ورسېدې، که نه څو مياشتې مخکې به يې چارې بشپړې شوې وې.

نوموړي زياته کړه، د هوايي ډګر د ځغاستليکې کار به تر راتلونکې يوې مياشتې بشپړ شي، خو دوى په پام کې لري د هوايي ډګر ټولې چارې په ښه کيفيت ترسره شي، څو په راتلونکي کې يې کار نيمګړتيا ونه لري.

د غزني ښار اوسېدونکى مطيع الله مطيع وايي، د هوايي ډګر پروژه بايد يو کال مخکې بشپړه شوې واى، ځکه د ٢٠١٣ کال په بنسټيزو پروژه کې شامله وه.

هغه زياتوي، هوايي ډګر ته غځېدلې لار خامه ده، چې بايد د پخېدو چارې يې ژر پيل شي او هم يې امنيت ته جدي پاملرنه وشي.

 د ده په وينا، څه موده مخکې د غزني چارواکي د هوايي ډګر د کار د ليدلو لپاره ورتلل، چې په لاره کې د وسله والو له کمين سره مخ شول.

 يوه سوداګر الله نور، چې په غزني ښار کې مغازه لري، پژواک اژانس ته وويل، د هوايي ډګر د کار په بشپړېدو سره به سوداګرو او لوړپوړو چارواکو ته د هوا له لارې د تګ راتګ ښه زمينه برابره شي.

هغه زياتوي، د غزني هوايي ډګر به د غزني له خلکو سربېره د ګاونډيو ولايتونو خلکو ته هم د هوايي سفر ښه چانس په لاس ورکړي.

 د غزني هوايي ډګر کار دوه کاله مخکې پيل شو او له ښاره ختيځ ته شاوخوا ١٥ کيلومتره لرې د يونټ په غرنۍ سيمه کې موقعيت لري.

Related Topics