Language

شمال کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې

مزارشريف، ترينکوټ، لښکرګاه (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): په شمال زون کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مسوولين وايي، چې په دغه زون کې سږکال د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۶۰سلنه لوړه شوې ده.

دغه څرګندونې د دغه دفتر مشر قاضي سيد محمد سامع د ليندۍ  په څلورمه، مزارشريف ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، د تېر لمريز کال په پرتله د ۹۲ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د شمال زون په څلورو ولايتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۲۵ پېښې ثبت شوي، چې ډېری يې وهل ټکول او جنيسي تېري دي.

د نوموړي په وينا، د مدني ټولنو د فعاليتونو او د ښځو چارو رياستونو له هڅو سره سره، د تاوتريخوالي د کچې ډېرېدل، د بشر حقونو ساتونکي اندېښمن کړي او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

سامع وويل، چې بېسوادي او له حقونو څخه د خلکو نه خبردارى، د تاوتريخوالي د زياتېدو لاملونه دي.

هغه زياته کړه: ((له دې هم سترګې نه شي پټېدای چې مېرمنو ته هم کار شوی، خو د تاوتريخوالي د کچې لوړېدل د اندېښنې وړ خبره ده.))

د بلخ د ښځو چارو رييسه رابعه مرادي د تاوتريخوالي د کچې لوړېدل مني، خو خوښي څرګندوي، چې په بلخ کې د تېر کال په پرتله د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده.

هغې زياته کړه، تېرکال د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۵۱ پېښې ثبت شوې وې، خو سږکال دغه شمېره ۲۰۱ پېښو ته راټيټه شوې ده.

يو شمېر مېرمنې هم د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي له ډېرېدو په اندېښنه کې دي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د مخنيوي په برخه کې پاملرنه ورته وکړي.

د مزارشريف د اريانا کارته اوسېدونکې نفيسې پژواک اژانس ته وويل، چې لا هم په ډېرو کورنيو کې نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې زده کړې وکړي.

هغې وويل: ((اوس هم مېرمنې نه شي کولی چې په خپله خوښه، د ژوند ملګری انتخاب کړي، په کورونو کې دوی سره د دويم جنس په ډول چلند کېږي، له دوی څخه په کارونو کې مشوره نه اخيستل کېږي.))

د يادونې وړ ده، چې د دغه پرواګرام په پای کې د مېرمنو لاسي صنايع هم نندارې ته وړاندې شول.

د يوه بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې ورځ ونمانځل شوه.

د دې ولايت د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون د ځايي دفتر مسوولين وايي، چې په روان کال کې په دې برخه کې ١٨٩ پېښې ورسره ثبت شوې دي.

د اروزګان د بشري حقونو د ساحوي دفتر مسوول ډاکټر عبدالغفار ستانکزي وويل، چې په روان کال کې تراوسه ورسره ١٨٩ پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، په دې پېښو د ښځو د وهلو ډبولو، پر هغوى د جنسي تېري، په ماشومتوب کې ودول او نور شامل دي.

له بلې خوا د هلمند چارواکي هم وايي چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه په زياتېدو ده.

د دې ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه جوړې شوې غونډه کې وويل، د روان لمريز کال په اوږدو کې د تاوتريخوالي ٥٠ پېښې ورسره ثبت شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون نن اعلان وکړ، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرتله نږدې ٢٥سلنه لوړه شوې ده.

د دې کمېسيون مشرې سيما سمر وويل، د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۳۳۱ پېښې، خو د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۱۵۴ پېښې له دې کمېسيون سره ثبت شوې دي.