Language

جلال ابا (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو او ملکي وګړو تر منځ په نښته کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د پاکستاني وسله والو د منګل باغ ډلې يوه قوماندان جلال خان له موټرو عام وګړي ښکته کول او ځورول يې چې له امله يې د سيمې له اوسېدونکو سره نښته رامنځته شوه.

 

هغه زياته کړه، چې نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام کړى چې له امله يې دوه عام وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 

بلخوا د اچين ولسوال سيد رحمان مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون له سهار تر مازديګر ناوخته د وسله والو او د (پېښې) په نوم د کلي اوسېدونکو تر منځ نښته شوې او ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

دى وايي: ((د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرو، خو ښايي مرګ ژوبله ورته اوښتې وي.))

 

د غني خېلو د روغتون امر ډاکټر رحمان ګل پژواک ته وويل، دوى ته د پېښې له سيمې پنځه  ټپيان ور وړل شوي خو د دوو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 

هغه وايي، چې ټول ټپيان يې له لومړنۍ مرستې وروسته د ملکي روغتون ته استولي دي.

 

د سيمې اوسېدونکي حاجي سمندر پژواک اژانس ته وويل، چې د منګل باغ ډلې يوه قوماندان غوښتل چې يو شمېر ملکي وګړي له موټره ښکته کړي او د پيسو لپاره يې له ځان سره بوځي، چې له امله يې د سيمې له خلکو سره نښته رامنځته شوه.

ده وويل: ((تر مازديګر ناوخته جګړه وشوه، مګر دولت په کې هېڅ مداخله ونه کړه.))

 

نوموړى زياتوي، د دوى له خوا اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

 

ياده دې وي چې اچين د ننګرهار يوخ له هغو نا امنو ولسواليو ده چې د نشه يي توکو کاروبار په کې په ازاد ډول کېږي او د وسله والو تسلط په کې تر حکومته ډېر دى.

 

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.