Language

کونړ کې پر يوه ښوونځي لګېدلې مرمۍ څلور ښوونکي ټپيان کړي

اسعداباد (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): په کونړ ولايت کې پر يوې لېسې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د مدير په ګډون يې څلور ښوونکي ټپيان کړي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه داسمار ولسوالۍ د ججي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د اسمار ولسوالۍ پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې، چې يوه په سيمه کې د نجونو د لېسې پر ودانۍ ولګېده.

مصمم وايي، چې په دې پېښه د يادې لېسې د مدير په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او د درملنې په موخه د اسعد اباد ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له غازي اباد څخه څلور ټپيان ور وړل شوي وو، خو د دوو يې روغتيايي حالت نازک و او د جلال اباد روغتون ته يې ولېږدول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics