Language

د بهسودو ولسوالۍ د تنکي سربند د جوړولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ٩٢): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې پر کونړ سيند د تنګي سربند د رغولو چارې د ليندۍ په ٥ مه پيل شوې.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د ياد سربند د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تنګي د توپچي له سربنده شاوخوا دېرش زره جريبه ځمکه خړوبېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه ځمکې ته له ډېرې مودې راهيسې اوبه نه وې رسېدلې او د دغه بند په جوړېدو به يادې ځمکې خړوبې شي.

دى وايي، چې پر دې پروژې شاوخوا ٨٥٠زره ډالر لګښت راځي چې د کليو پراختيا وزارت له بوديجې ورکول کېږي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجنير حکيم پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروژه د شپږ کيلومتره په اوږدوالي په تخنيکي ډول ډيزاين شوې او په شاوخوا دوو کلونو کې به يې چارې پاى ته ورسېږي.

هغه زياته کړه: ((دغه بند به په پاخه او اساسي ډول جوړ او زه هيله من يم چې هېڅ مشکل به يې پر وړاندې نه راځي.))

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر حاجي فضل الرحيم پژواک اژانس ته وويل، چې ډېرى وخت په ننګرهار کې پروژې تطبيقيږي خو کيفيت يې ډېر ټيټ وي.

ده وويل: ((که چېرې دا پروژه هم دويم يا درېيم لاس ته پرېوتې وي نو موږ دا سربند نه غواړو.))

نوموړى وايي، چې دغه سربند پخوا هم جوړ شوى و، خو څو ځلې بېرته ويجاړ شوى او په کار ده چې دغه ځل يې په اساسي ډول چارې ترسره کړي.

د بهسودو ولسوالۍ يو بل قومي مشر ملک ولايت خان وايي، چې دولت له دوى سره د دغه سربند لپاره د دوه ميليونه ډالرو ژمنه کړې وه، خو اوس يې يواځې اته نيم لکه افغانۍ منظورې کړې دي.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې پاتې پيسې هم منظوري کړي، څو ياد سربند په اساسي توګه جوړ او بيا ويجاړ نه شي.

نوموړى وايي، که چېرې سربند په اساسي ډول جوړ شي، نو د بهسودو ولسوالۍ د لسګونو کليو لسګونه زره جريبه ځمکه به خړوبه او کرنه به په کې پرمختګ وکړي

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.