جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ د پوليسو او وسله والو تر منځ په نښته کې له دواړو لورو ١٦ تنه وژل شوي او څلور وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
د نورستان والي محمدتميم نورستاني د ليندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وړمه شپه دوه بجې د ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري د کامدېش ولسوالۍ په بازګل، پتي ګل او ميردېش سيمو کې علميات وشول.
والي زياتوي، چې په يادو سيمو کې د وسله والو مخالفينو ستر مرکزونه وو.
د هغه په خبره، نښتې د تېرې شپې تر ناوخته دوام درلود او لومړني معلومات ښيي چې په ترڅ کې يې ١٣ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
ده زياته کړه: ((په څلورو نيول شوو کې دوه عربان وو، چې ژوندي نيول شوي دي.))
نوموړى زياتوي، په ياده نښته کې دوه پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
د والي په وينا، وسله والو مخالفينو پنځه تنه د دولت کار کوونکي څه موده وړاندې نيولي وو چې د يادې نښتې په پايله کې يې هغه هم راخلاص کړي دي.
تميم نورستانى وايي، دوى د ولسوالۍ له مرکزه اته کيلومتره وړاندې هغو سيمو ته ور وړاندې شوي په کومو کې چې د وسله والو مخالفينو استوګنځايونه وو.
دى وايي، پوليس په کاميابۍ سره پر مخ روان دي او وسله وال مخالفين تېښتې ته اړ شوي دي.
په نورستان کې د سرحدي کنډک قوماندان شمس الرحمان پژواک ته وويل، که څه هم په عملياتو کې دوى ونډه نه ده اخيستې خو د ملي پوليسو له لوري وسله والو ته قوي تلفات اوښتي دي.
ده وويل، په نښته کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى استوګنځايونو ته د پوليسو له لوري اور اچول شوى دى.
د يوه بل خبر له مخې، د لغمان په الينګار کې د يوې نښتې په ترڅ کې د دوو وسله والو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بېګا دوه بجې د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د شمټو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې وسله والو بريد وکړ.
نوموړى وايي، د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي چې د يوه جسد په سيمه کې پاتې دى.
ده زياته کړه: ((د بل تن جسد وسله والو له ځانه سره وړى دى او نښته پاى ته رسېدلې ده.))
نوموړى زياتوي، چې په نښته کې څلور سيمه ييز پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP