Language

ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو څلور فابريکې له منځه يوړې

جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د نشه يي توکو څلور فابريکې ويجاړې شوې او ١١ ټنه نشه يي توکي په کې له منځه تللي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات پرون مازديګر د شېرزادو ولسوالۍ د بللخېلو او خدرخېلو په سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو څلور فابريکې او ١١ ټنه بېلابېل ډول نشه يي توکي له منځه وړي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز ځواکونو ٦٥٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يو غټ ماين هم ترلاسه کړي دي.

عبدالزى وايي، چې پر ځانګړو ځواکونو د بېرته تګ پر مهال د وسله والو مخالفينو له خوا بريد شوى او ترمنځ يې دوه ساعته نښته روانه وه.

د والي وياند وويل، چې په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

نوموړي زياته کړه، د ځانګړو ځواکونو د يوې چورلکې وزر د الوتنې پر مهال له غونډۍ سره ولګېد او له الوتنې ولوېده خو وروسته د کورنيو چارو وزارت په امر د ځانګړو ځواکونو له خوا په هماغه سيمه کې وسوځول شوه.

خو وسله وال مخالفين ادعا کوي، چې دغه چورلکه د دوى له خوا ويشتل شوې او په کې ناست سرتېري وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه چورلکه د بهرنيو ځواکونو اړوند وه او د دوى له خوا وېشتل شوې ده.

هغه دغه راز ادعا کوي، چې په رامنځته شوې نښته هم يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د خدرخېلو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالواسع هم په سيمه کې رامنځته شوې نښته او د چورلکې د سوځول کېدو پېښه تاييدوي.

خو نوموړي دا معلومات نه درلودل، چې دغه چورلکه د چا له خوا ويشتل شوې او که ځواکونو په خپله سوځولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.