Language

چاودنې د جلال اباد ښار ٢٥ دوکانونه زيانمن کړل

جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې مرګ ژوبله نه لرله، خو ٢٥ دوکانونوته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه تېره شپه نهه نيمې بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د جلال اباد ښار د غنمو له منډيي سره نږدې يوه کيسټ پلورنځي (موزيک سنټر) ته ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې له امله يې يو شمېر دوکانونه زيانمن شوي دي.

د ننګرهار د کيسټ پلورونکو د اتحاديې مشر غني خان لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده د دوکان مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې د ده د دوکان په ګډون د کيسټو درې دوکانونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي او شاوخوا ٢٢ نورو دوکانونو ته هم زيان اوښتى دى.

ده زياته کړه، چې په دې پېښه کې ورته نږدې اته سوه زره افغانۍ زيان اوښتى، خو وايي چې ښايي نورو هټۍ والو ته هم زيان اوښتى وي.

د لېوني په وينا، د کيسټو پر پلورنځيو دا پنځم ځل دى چې په جلال اباد کې چاودنې رامنځته کېږي.

نوموړى پر دولت غږ کوي چې د دا ډول پېښو مخنيوى دې وکړي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.