جلال اباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): په ننګرهار کې د افغاني ادبياتو د اتمې جشنوارې دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه.
دغه ستره غونډه چې په کې له هېواد او بهر څخه راغلي افغاني فرهنګيان، ليکوال او څېړونکو برخه لري نن (د ليندۍ ٦مه) د ګويته انسټيټيوټ او يو شمېر نورو فرهنګي ټولنو په ملتيا پيل شوه.
د دې غونډې سمبالوونکي محمد ابراهيم هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو څلورو کلونو کې يې دا څلورمه غونډه ده چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې ترسره کوي.
نوموړى زياتوي، هر کال يې دغه جشن له يوې ځانګړې موضوع سره نمانځي چې تېر کال يې ښځه او ادبيات وو او سږ کال يې سوله او ادبيات موضوع ټاکلې ده.
ده وويل: ((موږ به له نورو موضوعاتو سره، سره په سوله کې د ادبياتو ونډه وڅېړو همدارنګه به مقالې واورول شي.))
دى وايي، په دواړو ورځو کې به د افغاني ادبياتو په پرمختګ او په لاسته راوړنو هم وغږېږي.
هوتک زياته کړه، په دې غونډه کې د مشاعرې تر څنګ به يو نندارتون هم پرانيستل شي چې د هېواد د نامتو شاعرانو او ليکوالو تصويرونه په لاسي بڼه رسم شوي دي.
د قلم ټولنې استازي او د علومو اکاډمۍ غړي څېړنوال محمدنبي صلاحي پژواک خبري اژانس
ته وويل، ځکه يې د سولې او ادبياتو موضوع ټاکلې چې په اوس وخت کې په هېواد کې د سولې اړتيا له بل هر څه ډېره ليدل کېږي.
نوموړى زياتوي: ((ادبيات هغه څه دي چې د خلکو ذهنيتونه له همدې طريقه روښانه کېږي، نو د سولې په پياوړتيا کې د ادبياتو ونډه ډېره مهمه ده.))
ليکواله او شاعره صفيه صديقي وايي، په دغه څېړنيز کنفرانس کې د سولې او ادبياتو موضوع ټاکل په ډېر ښه وخت کې رامنځته شوې ده.
نوموړې وايي، دا ډول څېړنيز کنفرانسونه به په ټول هېواد کې ليکوالو ته دا ذهنيت ورکړي چې د ادبياتو له لارې د سولې لپاره کار وکړي.
صديقي وايي: ((زه له همدا اوسه وړانديز کوم چې دوى دې د کتاب ښارګوټي، د سولې په اړه فلمونه، دسټېج ډرامې او داسې نور جوړ کړي.))
نوموړې هيله مندي وښوده، چې دغه جشنواره به په پاى کې يو پرېکړه ليک ولري چې له مخې به يې د سولې په رامنځته کېدا کې مثبت رول ولوبول شي.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين پژواک خبري اژانس ته په ننګرهار کې د دا ډول جشنوارې په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په ننګرهار کې د ادبياتو د اتمې
جشنوارې د نمانځنې په غونډه کې داسې موضوع ټاکل شوې چې ټول هېواد ورته اړتيا لري.
ده وويل: ((پر ټولو ليکوالو او شاعرانو غږ کوم چې په خپلو تخليقاتو کې سوله ياده کړئ او ملاتړ يې وکړئ.))
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صميم پژواک ته وويل، د دا ډول جشنوارو په جوړېدو سره به ليکوالو ته په سوله کې د ادبياتو د پراخ حاکميت تيوري ورکړي.
نوموړي وويل: ((ادب د ژوند لپاره يوه داسې تيوري ده چې همدا مسايل په کې رانغښتل شوي دي.))
ده وويل، کوښښ کوي چې دا ډول نورې غونډې هم په ننګرهارکې جوړې شي تر څو ليکوالو او فرهنګيانو ته د سولې او ابادۍ روحيه ورکړي او دوى يې په خپلو تخليقاتو کې ځاى کړي.
ياده دې وي چې دغه غونډه به سبا د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره پاى ته ورسېږي.