Language

د غزني په ګيرو کې د طالبانو پر ضد لاريون وشو

غزني (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د څو کليو سلګونه خلکو د طالبانو پر خلاف له دې امله لاريون وکړ، چې په لويو لارو کې يې ماينونه خښ کړي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

پرون مازديګر د ګيرو ولسوالۍ د شېلې په کلي کې د ماين چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او يوه نجلۍ ټپي شوه.

د لاريون يوه ګډونوال اختر محمد وايي، د شېلې او ښال کليو سلګونه خلک د طالبانو پر خلاف لارويون ته راوتلي وو.

هغه زياتوي، طالبانو په دې وروستيو کې په ټولو لارو کې ماينونه خښ کړي، چې د خلکو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو په دې ورستيو کې خلکو ته ستونزې زياتې کړې، په جګړه کې خلک د سپر په توګه کاروي، د خلکو له کورونو او بامونو پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.

د ده په وينا، دغه ځل يې لاريون سوله ييز و خو که يې طالبان غوښتنې ونه مني او ماينونه له لارو لرې نه کړي، د طالبانو پر خلاف به پراخ لاريونونه وکړي او وسله وال پاڅون ته به اړ شي.

د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه هم مني، چې نن د ګيرو د دوو کليو سلګونه کسان د طالبانو پر خلاف لاريون ته راوتلي وو.

ولسوال وايي، د ښال او شېلې کلي شاوخوا ٥٠٠ کورونه لري او د اندړو ولسوالۍ ته نږدې پراته دي.

د ولايتي شورا وکيل او د ګيرو اوسېدونکى نادرخان ګيرو وال هم وايي، د ګيرو خلک د طالبانو له لاسه تر پزې رسېدلي او خلک يې سخت په تنګ کړي دي.

هغه زياتوي، طالبانو خلک يرغمل کړي، ټولې لارې يې پرې تړلې او په لارو کې يې ماينونه ايښي دي.

د ګيرو وال په وينا: ((خلک له ناچارۍ لاريون ته را ووتل او که د طالبانو په چلند کې بدلون رانه شي خلک به يې پر خلاف وسله وال پاڅون وکړي.))

ګيرو ولسوالي د غزني د مرکز سوېل ته په ٧٠ کيلومتري کې پرته ده په ختيځ کې د پکتيکا له خيرکوټ ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى له خلکو سره دښمني نه لري او کوم ماينونه يې چې ځاى پر ځاى کړي هغه د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ لارې دي.

Related Topics