جلال اباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): ځايي چارواکي وايي، چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په بازارونو کې د نشه يي توکو کاروبار په ازاده توګه دوام لري او د دې ولسوالۍ پر اتيا سلنه ځمکو کوکنارو کرل شوي دي.
د اچين ولسوالۍ ولسوال سيد رحمان مومند د ليندۍ په ٦مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکې کې وويل، چې د اچين ولسوالۍ په ډېرى ځمکو کې د کوکنارو کرنه روانه ده.
نوموړى زياتوي، چې د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو، شډل، مامند او يو شمېر نورو هغو سيمو کې چې د حکومت حاکميت نشته پر ټولو ځمکو کوکنار کرل شوي دي.
ولسوال وايي: ((په اتيا سلنه ځمکو کې کوکنار کرل شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.))
سيد رحمان مومند وويل، چې دوى څو ځلې له ولسونو سره غونډې کړې، خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه ده لرلې.
د ده په وينا، وسله وال مخالفين بزګران هڅوي چې کوکنار وکري، ده دا هم وويل چې د اچين په شډل او مامند کې د نشه يي توکه ازاد بازارونه شته او هره ورځ په کې په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي پېر او پلورل کېږي.
د اچين ولسوال وايي، چې وسله وال مخالفين له ولسونو په ټنونو ترياک د عُشر په نوم ټولوي او پر ولسونو فشار هم راوړي چې کوکنار وکري تر څو دوى ته عُشر ورکړي.
هغه زياته کړه: ((وسله وال د همدغو نشه يي توکو له لارې تمويلېږي او د جګړې لپاره وسلې پرې اخلي.))
نوموړى وايي، چې دوى د اچين پر ډېرو سيمو واک نه لري نو له همدې امله يې بزګرو کوکنار کرلي دي.
د اچين ولسوالۍ قومي مشر رضا خان پژواک اژانس ته وويل، چې د اچين په ټوله ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي دي.
دى وايي، چې يواځې د ولسوالۍ په شاوخوا درې کيلومترۍ کې حکومت حاکم دى او له دې وړاندې ټولو بزګرو کوکنار کرلي او لا هم لګيا دي.
ده زياته کړه: ((کاروبار نشته، نو اړ يو چې کوکنار وکرو.))
نوموړى زياتوي، که چېرې دولت ورته د کار زمينه برابره کړي نو دوى به کوکنار نه کري.
ياده دې وي چې تېر کال د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي ويل چې په راتلونکي کال کې به د کوکنارو پر ضد کلک کمپاين کوي او يو ځل بيا په د کوکنارو درجه صفر ته راټيټوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP