Language

اسعد اباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): په کونړ ولايت کې د وسله والو مخالفينو پنځلس کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډله د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل په دره کې د دولت په خلاف فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه، دغې ډلې د ملي امنيت او د سولې د عالي شورا د ځايي دفتر په هلوځلو او هڅو خپلې وسلې په ځمکه کېښودې او نن د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

د نوموړي په وينا، دوى له ځانه سره ١٣ ميله بېلا بېل ډول وسلې، دوه مخابرې او مهمات هم راوړي دي.

د کونړ والي وويل: ((موږ به هڅه وکړو چې دوی ته يو مناسب کار پيداکړو، ترڅو خپل سوله ييز ژوند پيل کړي.))

هغه زياتوي، تر دې دمه په دې ولايت کې د سولې له روان بهير سره ٢٤٦ کسان يو ځاى شوي دي.

د دې پنځلس کسيزې ډلې مشر قوماندان ګلان، پژواک اژانس ته وويل چې پخوا امريکايان د خلکو پر کورونو ننوتل او ستونزې يې پيدا کولې، خو اوس هغوى د دوى له سيمو څخه وتلي دي.

هغه زياته کړه چې له دې وروسته، دوى د خپل حکومت پر ضد فعاليت نه کوي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

Related Topics