Language

مزارشريف (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): د بلخ د پوهنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت لسګونه شخصي کورسونه يې د تدريس د ښه کيفيت نه درلودو له امله تړلي دي.

د پوهنې رياست د نظارت او کيفيت د لوړوالي د برخې مشر ډاکټر همايون رحماني د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه د څارنې يوه کمېټه جوړه کړې ده.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې دغه رياست په شخصي ښوونځيو او کورسونو د څارنې پروسه چټکه کړې او له دې کار څخه يې موخه هغو شکايتونو ته رسيدګي ده، چې ويل کېدل په شخصي کورسونو او ښوونځيو کې په سم کيفيت زده کړې نه ترسره کېږي.

د رحماني په وينا، تر دې مهاله يې په مزارشريف ښار کې څه باندې ۲۰ کورسونه مهرولاک کړي او زياته يې کړه، هر هغه شخصي کورس يا ښوونځى چې د پوهنې رياست د کړنلارې خلاف او يا هم د ټيټ کيفيت لرونکې زده کړې ورکړي، د دوی له خوا به وتړل شي.

د بلخ د پوهنې رياست، په داسې حال کې د شخصي کورسونو او ښوونځيو د تعليمي ظرفيت د لوړوالي په موخه ياد ګام پورته کوي، چې له دې وړاندې يو شمېر خلکو نيوکه کوله، چې شخصي کورسونه او ښوونځی تر ډېره بريده سوداګريزه بڼه لري او سمې زده کړې نه په کې ورکول کېږي.

د مزارشريف ښار يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې د کورسونو د زده کړې بهير ډېر ټيټ کيفيت لري او زده کوونکو ته يې ګټه نه رسيږي.

هغه زياته کړه: ((زه دا يو کال کېږي چې يو کورس کې د انګليسي ژبې زده کړه کوم، تراوسه مې سمه نه ده زده کړې؛ د کورسونو وضعيت خراب دی، دوه يا درې استادان لري او هغوی خپله هم د دولتي ښوونځيو زده کونکي دي.))

په مزار کې د تابش کورس مسوول مدير حسيب الله زيارمل، د پوهنې رياست دا اقدام ستايي او وايي، په دې ډول به د شخصي کورسونو د زده کړو ظرفيت او کيفيت وده وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې يو شمېر کورسونه د راجستر پر مهال له دولت سره غټې غټې ژمنې کوي، چې د تعليم او زده کړو په برخه کې به خدمت کوي، خو وروسته بيا دې ټکو ته پام نه کوي.

هغه وايي، که پوهنې رياست په رښتيني ډول د څارنې دغې لړۍ ته دوام ورکړي، نو هېڅوک نه شي کولای په ټيټ کيفيت کورسونو جوړ کړي.

د بلخ د پوهنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت په کچه شاوخوا ۱۵۰ شخصي ښوونځي او کورسونه فعاليت کوي.

Related Topics