Language

نورستان کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له ٥٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، چې څو ورځې وړاندې په کامدېش کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي وو چې له څو ورځو جګړو وروسته شاوخوا ٥٠  وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې دي.

د نورستان امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه ورځې وړاندې يې د کامدېش په ميردېش او يو شمېر نورو سيمو کې د وسله والو پر ضد پراخ فعاليت پيل کړى و.

هغه زياته کړه، چې دا جګړه تېره شپه د ٢١ وسله والو په وژل کېدو او ٣٠ نورو په ټپي کېدا سره پاى ته رسېدلې ده.

امنيه قوماندان وايي: ((په نښته کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.))

د نوموړي پر وينا، په کامدېش ولسوالۍ کې نږدې ۳۰۰ وسله والو مخالفينو فعاليت کاوه چې چيچيني، عرب او پاکستاني وسله وال په کې شامل دي.

د قوماندان په خبره، چې وسله وال يې پر شا تمبولي او نښته تېره شپه ناوخته پاى ته رسېدلې ده.

د نورستان والي محمد تميم نورستانى وايي، چې په يادې نښتې کې پنځه هغه بنديان چې له دولت سره يې کار کاوه او وسله والو نيولي وو هم خوشي شوي دي.

دى وايي، چې په کامدېش کې وسله والو مخالفينو ته سخته ماتې ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((تېره ورځ څلور وسله وال ژوندي هم نيول شوي وو، چې دوه يې عربان دي))

خو په ختيځ کې د ۲۰۱سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا وياند هارون يوسفزى وايي چې په نښته کې تر دې مهاله ١٠ سيمه ييز او ملي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

نوموړى دا هم وايي، چې د ملي اردو ځواکونو دوه سرتېري هم لا درکه شوي دي.

ده وويل، چې په دغې جګړه کې يې دوه  وسله وال طالبان له وسلو او مخابرو سره يوځای نيولي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله يې څه ونه ويل.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ياده نښته تاييدوي او وايي چې د کامدېش په جګړه کې يې لس سرتېري وژلي، اته يې ټپيان کړي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړي خپلې خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

نورستان د هېواد يو له هغو غرنيو سرحدي ولايتونو دى چې وخت ناوخت په کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو له لوري نښتې رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.