Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې لا هم شل سلنه دولتي بستونه تش پاتې دي

کندهار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت چارواکي وايي، په دې وروستيو کې يې په دې ولايت کې د تشو دولتي بستونو د ډکولو لړۍ چټکه کړې او تر دې مهاله يې د دولتي ادارو ٨٠ سلنه تشې څوکۍ ډکې کړې دي.

کندهار ١٨ اداري واحدونه لري، چې يو مرکز او ١٧ ولسوالۍ په کې شاملې دي، چې څو کاله مخکې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله نه يواځې په کندهار ښار، بلکې په ټولو ولسواليو کې ګڼ شمېر دولتي بستونه تش پاتې وو.

خو اوس د کندهار دولتي چارواکي وايي، چې د تشو بستونو ډکولو لړۍ يې چټکه کړې او تر دې مهاله يې ٨٠ سلنه تش دولتي بستونه ډک کړي، خو لا هم ٢٠ سلنه دولتي بستونه تش پاتې دي.

د کندهار ولايت مقام اداري او مالي رييس حاجي عبدالحنان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې يې په خالي بستونو کې د مامورينو د ګومارنې پروسه چټکه کړې ده.

هغه وويل، په دې لړ کې توانېدلي، چې ۸۰ سلنه خالي بستونه ډک کړي، خو شل سلنه لا هم بې مامورينو دي، چې زياتره يې په ولسواليو کې دي.

د نوموړي په وينا، د دولتي معاشونو کموالی، امنيتي ستونزې او د ظرفيتونو کموالی هغه لاملونه دي، چې له امله يې په ولسواليو کې ډېری بستونه خالي دي.

دى وايي، ډېر کم کسان حاضرېږي، چې په ولسواليو کې دندې تر سره کړي، ځکه له يوې خوا په يو شمېر لرې پرتو ولسواليو کې ناامني ده او له بلې خوا دولتي معاشونه هم ټيټ دي.

هغه د دې ستونزې د حل په موخه وويل، هڅه کوي د ولسواليو لوستي خلک په خپلو خپلو ولسواليو کې په تشو دولتي څوکيو په دندو وګومارل شي، ترڅو خلکو ته خدمات وړاندې شي.

که څه هم د کندهار ولايت په مرکز کې د خالي بستونو ستونزه تر ډېره هواره شوې، خو له نږدې ولسواليو پرته په لرې پرتو ولسواليو کې اوس هم يواځې ولسوالان او امنيه قوماندنان دندې تر سره کوي او نورې ادارې يې نه دي فعالې شوي.

د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري وايي، اوسمهال د کندهار په څلورو نږدې ولسواليو کې د ولسوالانو او امنيه قوماندانانو تر څنګ، يو شمېر سکتوري ادارې فعالې شوي او مامورين په کې په دندو ګومارل شوي دي، خو شاوخوا لس ولسوالۍ داسې دي، چې له ولسوال او قوماندان پرته په کې هيڅ مامور نه تر سترګو کېږي.

هغه دغه راز وويل: “ان درې لېرې پرتې ولسوالۍ لا داسې هم دي، چې يواځې په کې امنيه قوماندانان پاتې وي، ولسوالان يې په ښار کې اوسېږي او د ستونزو له امله دندې ته ډېر مهال نه شي تللاى، مامورين خو لا لېرې خبره ده.”

هغه له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې دې دولتي پرسونل ته د کار او اوسېدو مناسبې ودانۍ جوړې شي او مامورين دې په کې په دندو وګومارل شي، ترڅو دولت وتوانېږي په لرې پرتو سيمو کې عامه خدمات وړاندې کړي او په دې توګه د ولس او خلکو تر منځ واټن لنډ شي.

بل خوا د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار هم وايي، چې لومړى بايد په ولسواليو کې د ژوند او کار امکانات برابر شي او وروسته په ادارو کې مامورين په کار وګومارل شي.

هغه خپله ولسوالي د بېلګې په توګه ياده کړه او ويې ويل، د ارغستان ولسوالۍ ودانۍ ډېره زړه ده او يواځې څلور کوټې لري، چې په هېڅ توګه د مامورينو لپاره کفايت نه کوي؛ په کار ده، حکومت په هره ولسوالۍ کې د ادارو د فعالولو لپاره مناسبې ودانۍ جوړې کړي.

د نوموړي په باور، که په لرې پرتو ولسواليو کې د ودانيو، د مامورينو لپاره د اوسېدو او معاش ستونزې هوارې شوې نه وي، نو هېڅوک به زړه ښه نه کړي، چې هلته دنده تر سره کړي.

دى وايي: “په دې وروستيو کې په ارغستان ولسوالۍ کې څو تنه ډاکټران په دنده وګومارل شول، ترڅو هلته خلکو ته روغتيايي خدمات عرضه کړي، خو هغوی له څه مودې تېرولو وروسته د اوسېدو د ځاى د نشتوالي او ټيټ معاش له امله خپلې دندې پرېښودې.”

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وايي، په دې برخه کې تر ټولو عمده ستونزه د دغه ولايت لپاره د کمې بوديجې ټاکل او پر وخت نه رسېدل دي.

خو هغه زياته کړه، چې له ګڼو ستونزو سربېره اوسمهال په دغه ولايت کې د امنيت، حکومتوالۍ او اقتصادي پراختيا چارې ښې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د ولايتي ادارې په هڅو په روان کال کې د کندهار په مرکز او ولسواليو کې تر ٣٠٠ ډېر مامورين په دندو ګومارل شوي دي؛ په داسې حال کې چې لا هم ګڼ شمېر کسان په لرې پرتو سيمو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه هم ومنله چې ګڼ شمېر ولسوالۍ لکه معروف، رېګستان، ميانشين، غورک، ښوراوک او نورې نه يواځې ودانۍ نه لري، بلکې د مامورينو د ګومارلو لپاره په کې هېڅ راز اسانتياوې نشته.

دى وايي، په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې يې په وار وار له مرکزي ادارې سره شريکې کړې، خو د هوارې لپاره يې تر دې مهاله هېڅ اقدام نه دى شوى.

درې کاله وړاندې په کندهار ښار او ولسواليو کې د همکارۍ د تدابيري پلان عمليات وشول، چې عمده برخه يې امنيت، حکومتوالي او پرمختيايي چارې وې.

د دغه پلان له مخې، د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې لومړى امنيت ټينګ شو او ورپسې په کې د حکومتوالۍ او پراختيا چارې پيل شوې، چې له ولسوالانو او امنيه قوماندانانو سره په څنګ کې د يو شمېر سکتوري ادارو کارکوونکي په دندو وګومارل شول.

خو دغه چاره لېرې پرتو ولسواليو ته ونه غځول شوه، چې اړوند چارواکي يې لامل د کندهار ولايت لپاره کمه بوديجه او ولايتي چارواکو ته پر وخت د بوديجې نه رسېدل او د مرکزي ادارې نه پاملرنه ګڼل کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.