مزار شريف ( پژواک ٧ ليندۍ ٩٢) : په بلخ کې د خط نو په نوم د يوه بنسټ مسوولين وايي، چې سږ کال د ټول هېواد په ۲۰۹ زره هکتاره ځمکه کې نشه يي توکي لکه کوکنار او چرس کرل شوي دي.
د دغه بنسټ مسوول عبدالقادر مصباح نن (د ليندۍ ۷مه) په مزار شريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې په لومړي قدم کې نړيواله ټولنه او بيا افغان دولت د نشه يي توکو په زياتوالي کې ګرم دي.
هغه زياته کړه ، چې د ۲۰۱۱ کال په تناسب دا د نشه يي توکو په کرلو کې څو چنده لوړوالی دی، چې سږکال رامنځته شوی دی.
مصباح وويل: (( دا حيرانونکې خبره ده، په ۲۰۱۱ کال کې ۱۲۳ زره هکتاره ځمکه کې نشه يي توکي کرل شوي و، خو سږ کال متاسفانه دغه شمېره ۲۰۹ زره هکتاره ته لوړه شوې ده.))
د هغه په وينا ، نه يواځې دا چې د نشه يي توکو په کرکيله او قاچاق کې لوړوالی راغلی، بلکې له دې سره سم د نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمېر کې هم څو چنده لوړ والی راغلی دی.
نوموړى وايي، چې په دې بحث کې راټول شوي د مدني ټولنو غړي، علما او متنفذين له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې له افغان دولت سره مرسته وکړي.
مصباح پژواک خبري اژانس ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د نشه يي توکو د ډيروالي لاملونه د امنيت نشتوالی او د قانون نه حاکميت په ګوته کړ.
د مدني ټولنی غړی او د مزار شريف اوسېدونکی ډاکټر غلام رسول پژواک اژانس ته وويل، چې که قانون پلی نه شي، نو ښايي چې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق نور هم زيات شي.
هغه زياته کړه : (( په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي بار بار د دولت له خوا نيول شوي، خو په يوه دروازه زندان ته ورننوځي او په بله بېرته ورڅخه وځي، تر څو چې د نشه يي توکوکاروباريانو ته سزا ورنکړل شي او قانون پرې پلی نشي، نو نشه يي توکي له منځه وړل او د قاچاق مخنيوی يې امکان نه لري.))
مصباح همدا راز وويل ، چې د شمال په کچه ډېر نشه يي توکي په بدخشان ولايت کې کرل شوي دي.
د خط نو بنسټ مسوول وايي ، چې په افغانستان کې نشه يي توکي نه يواځې دا چې افغانستان ته زيان رسوي، بلکې ټولې نړۍ ته يې تاوان رسېږي، د هغه په وينا، بايد نړيواله ټولنه يې په له منځه وړلو کې هڅه وکړي.