Language

د اچين په پېښو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

درېيم تعقيب-جلال اباد (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دوو غبرګو چاودنو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ٩ نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن سهار لس بجې د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو سيمې په منزۍ سيمه کې پر يوه ملکي موټر وشوه.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله يو تن وژل شوى او پنځه نور ژوبل شول.

عبدالزي وويل، کله چې د سيمې خلک ژغورنې لپاره راغلل، نو بله چاودنه هم وشوه، چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.

خو د اچين ولسوال سيدرحمن مومند وايي، چې په دواړو چاودنو کې درې عام وګړي وژل شوي او ١٠ نور ژوبل دي.

د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر رحمان ګل پژواک اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې يو تن يې د عملياتو پر مهال ساه ورکړه او بل ټپي جلال اباد ته په لاره ساه ورکړې چې دغه راز د وژل شوو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

دى وايي، چې په پېښه کې اته نور ژوبل دي، چې د ځينو يې حالت ښه نه دى.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي ثواب خان پژواک ته وويل، چې د دغو چاودنو په تړاو يو تن د سيمې د اوسېدونکو له خوا نيول شوى او اوس له قومي شورا سره دى.

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو د نيول شوي تن کور هم سوځولى دى.

بلخوا نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې نيول شوى تن د سيمې د اوسېدونکو له خوا وژل شوى دى.

د سيمې يوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، دا چاودنې وروسته له هغه شوې چې د سيمې اوسېدونکو د پاکستاني وسله والو پر ضد وسله را واخيسته او مقاومت يې پيل کړ.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي يادې چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د دغو چاودنو د غندلو ترڅنګ ويلي: “د افغانستان دښمنان له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، نو ځکه د پرديو په اشاره په بزدلۍ سره بې ګناه او بېچاره ملکي وګړي په نښه کوي.”

ولسمشر د وژل شويو کسانو کورنيو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کړې او ټپيانو ته يې د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.