Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بدخشان کې د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

فيض اباد (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): د بدخشان په جُرم ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په فرغانج ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، چې په وژل شوو کې د ملا مجيب الرحمن او حسيب په نومونو د وسله والو طالبانو دوه ډلمشران هم شامل دي او د عملياتو په ترڅ کې د فرغامنج له درې ټول وسله وال طالبان ايستل شوي دي.

کرامت زياته کړه، چې طالبانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دې ولسوالۍ کې پوځي مرکز جوړ کړى و ، خو اوس د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى او د جرم – بهارک لاره هم د خلکو پرمخ خلاصه شوې ده.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې نښته کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ده په خبره،  نښته تېر مازديګر د فرغامنج په دره کې پيل شوه او تر اوسه دوام لري.

دى وايي، چې د پوليسو څو موټر هم ويجاړ شوي دي.

طالبانو په ورته وخت کې ادعا کړې، چې د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې  د محمد عاشور په نوم يو دولت پلوى قوماندان هم له خپلو ١٢ کسانو سره له دوى سره يو ځاى شوى دى.

خو د بدخشان د امنيه قوماندانۍ  د امنيت امر وايي، چې عاشور په څو پرله پسې جرمونو تورن دى او کله يې چې پوليسو د خلکو د اعتراضونو پر بنسټ د نيولو هوډ وکړ، نو له خپلو دوو کسانو سره له طالبانو سره يو ځاى شو.

بدخشان د هېواد له شمال ختيځو غرنيو ولايتونو څخه يو دى، چې ښه امنيت لري، خو سږ کال يې د وردوج ولسوالۍ له لارې امنيت خراب شوى، ځکه چې دا ولسوالۍ د چترال کوتل له لارې له شمالي وزيرستان سره نښلي، په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو لورو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.