Language

کونړ کې ماشومانو ته د سينه بغل واکسين کمپاين پيل شو

اسعداباد (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): په کونړ ولايت کې د لومړي ځل لپاره تر يوه کال کم عمره ماشومانو ته د سينه بغل د واکسين ورکولو لړۍ پيل شوه.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه واکسين د” نموکک” په نامه يادېږي چې له يو کاله کم عمره ماشومانو ته روکول کېږي.

هغه زياته کړه، چې د نموکک بکتريا د انسان په پزې او ستوني کې موجود وي، چې د ټوخي او پرنجېدو پر وخت له يو کس څخه بل ته هم خپرېږي.

د نوموړي په وينا، دغه واکسين د دغه ولايت په ټولو کلينيکونو کې ماشومانو ته په وړيا توګه ورکول کېږي.

ډاکټر فضلي وويل، چې دا په ټوليزه توګه د نهو ناروغيو پر وړاندې واکسين ورکول کېږي ، چې عبارت دي له (ګوزن، نري رنځ، ډيفتري، توره ټوخلې، تيتانوس، تور زېړی، د هب ناروغۍ، شری او د نموکک يا سينه بغل) ناروغۍ دي.

ډاکټر فضلي زياته کړه، چې د سينه بغل (نمونيا) پر ضدواکسين به يو ماشوم ته درې ځلې تطبيق کېږي چې لومړى د ماشوم د پيدايښت په شپږمه اونۍ، لسمه اونۍ او څوارلسمه اونۍ کې کېږي.

په کونړ کې د نړيوال روغتيايي سازمان استازى ډاکټر سردار وايي، چې په ټوله نړۍ کې هر کال نيم ميليون ماشومان د سينه بغل له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه په وينا، پخوا دا کچه په افغانستان کې هم لوړه وه، د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سروې له مخې د افغانستان په هرو زرو ماشومانو کې په ٢٥٧ يې د سينه بغل له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکول، خو په ٢٠١٠ کال کې دا کچه ٩٧ ته راټيټه شوه.

د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي خوښي وښوده ، چې د دغو وژونکو نارغيو پر ضد د کونړ په ټولو ولسواليو کې د يوه کال کم عمره ماشومانو ته د سينه بغل نوى واکسين لېږل شوى دى.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل، چې له دغو واکسينو څخه ګټه واخلي او خپلو ماشومانو ته يې ورکړي.

د حميد الله په نوم د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې اته مياشتنۍ لور ته يې د سينه بغل واکسين ورکړى دى.

هغه زياته کړه، چې پخوا يې ماشومان پر دې ناروغۍ اخته کېدل، خو د درملنې لپاره يې سم امکانات نه وو.

Related Topics