لښکرګاه (پژواک ٨ ليندۍ ٩٢): د هلمند ولايت چارواکو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوه ماشوم او يوه طالب قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک نن (د ليندۍ ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نظرګل په نوم يو طالب قوماندا تېره ورځ ناوخته د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې تر بريد لاندې راغى او ووژل شو.
ځواک زياته کړه، د يادې الوتکې په لومړي بريد کې، چې ياد قوماندان يې په نښه کړى و، يو اته کلن ماشوم ووژل شو او دوه ښځې ټپيانې شوې، خو قوماندان روغ ترې ووت.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، قوماندان نظرګل د بې پيلوټه الوتکې په دويم بريد کې هغه مهال ووژل شو، چې غوښتل يې له کوره وتښتي.
د والي د وياند په خبره، چې په دې پېښه کې ټپيانې شوې ښځې پر وخت روغتون رسول شوې خو د لومړني معلوماتو له مخې وايي، چې د يوې ټپي روغتيايي حالت ناسم دى.
ايساف ځواکونه په دغه بريد کې د يوه طالب قوماندان وژل کېدل تاييدوي.
د يادو ځواکونو له دفتره په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد قوماندان د وژلو په موخه په دغه بريد کې يو ماشوم هم وژل شوى او دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
ايساف په داسې حال کې چې د ياد ماشوم پر وژل کېدو او د دوو ښځو پر ژوبلېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې خو زياتوي چې په راتلونکي کې به په جدي توګه د دې ډول پېښو مخنيوى وکړي.
سرچينه دغه راز وايي، چې په دې اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه څېړنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه به دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP