Language

د پاکستان له لوري پر کونړ ٣٨ توغندي ويشتل شوي

اسعد اباد( پژواک، ٩ليندۍ ٩٢):چارواکي وايي، چې دکونړ پر سرحدي ولسواليو د پاکستاني پوځيانو له خوا د لرې واټن ٣٨ توغندي راويشتل شوي دي.

دکونړ امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٤٨ ساعتونوکې د پاکستان له لوري د کونړ پر شيګل او دانګام ولسواليو ٣٨ توغندي ويشتل شوي دي.

امينه قوماندان زياتوي، چې د دې توغنديو اتلس يې د دانګام پر زاړه براول او نور يې د شيګل په شلطن دره کې لګېدلي دي، چې مالي زيانونه يې اړولي ، خو ځاني زيان نه لري.

 نوموړى وايي، د روان لمريز کال له پيله د پاکستان له لوري پر کونړ  ١٤٨٨ توغندي ويشتل شوي ، چې اته تنه يې وژلي او اتلس نور يې ټپيان کړي ، دغه راز يې دوه کورونه او يو جومات هم نړولي دي.

 د سيدخېل په وينا، په دې اړه يې څو ځلې دافغانستان لوړ پوړي چارواکي او د ايساف  مسوولين خبر کړى او د پاکستان پوله ساتونکو ځواکونو ته يې هم شکايت کړى، خو ښکاره پايله يې نه درلوده.

 د پاکستان له لوري پر افغان خاوره پر داسې مهال توغندي ويشتل کيږي، چې نن د پاکستان لومړى وزير نواز شريف د سولې په اړه د خبرو لپاره په يو ورځنى سفر کابل ته راغلى.

د پاکستان له لوري د توغونديو ويشتل له شاوخوا دوه مياشتو ځنډېدلي و.

Related Topics