Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پکتيکا کې د ۱۵ وسله والو د وژلو دعوه وشوه

ښرنه ( پژواک ١٠ ليندۍ ٩٢ ) : د پکتيکا چارواکو ددې ولايت په شکين ولسوالۍ کې د ۱۵ وسله والو د وژلو خبر ورکړی.

د شکين ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان د ليندۍ په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د ضيا اباد په سيمه کې يو شمېر وسله والو د سرحدي ځواکونو پرپوستو بريد وکړ.

د نوموړي په خبره، پوليسو له خپلو پوستو څخه دفاع وکړه او له  مخالفينو سره يې دوه ساعته نښته رامنځ ته شوه.

سرچينه وايي، په نښته کې ۱۵ وسله وال ووژل شول، خو پوليسو او نور چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.