غزني ښار (پژواک ۱۱ ليندۍ ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو يو قومي مشر وژلى دى.
د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمد توپان پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه تېر ماښام د تاسن په کلي کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، وسله والو قومي مشر سيد امان الله له جوماته د راوتلو پر مهال پر ډزو وواژه او له سيمې وتښتېدل.
د توپان په خبره، سيد امان الله له دولت سره هېڅ اړيکې نه لرلې او په کلي کې يې دوکان لاره.
د سيمې اوسېدونکى عبدالغفار هم وايي، چې تېر ماښام دوه ناپېژاند موټرسايکل سپاره کلي ته راغلل او په قومي مشر امان الله يې له جوماته د راوتلو پر مهال ډزې وکړې.
د دې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.