Language

د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون کې چاودنې لس تنه ټپيان کړل

جلال اباد(پژواک١١ليندۍ٩٢): د ننګرهار پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د چاودنې له امله لس تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال يوولس نيمې بجې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي مخې ته په يوه موټر سايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له امله يې اووه تنه ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي، ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي، چې دوه يې بستر او پاتې پنځه چې ټپونه يې سطحي وو، له روغتونه خارج شوي.

نوموړى وايي، موټر سايکل د ياد پوهنځي د يوه محصل و، چې په تم ځاى کې يې چاودنه کړې ده.

 د والي وياند وايي، د موټر سايکل مالک د پوليسو له لوري نيول شوى او د محصل په وينا، چې د يوه امنيتي ارګان کارکوونکى هم دى.

د عامې روغتيا د مرکزي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وايي چې له پېښې څخه ورته لس تنه ټپيان ور وړل شوي چې دوه يې بيستر او پاتې نور يې رخصت شوي دي.

د ښوونې او روزنې د پوهنځي محصل بريال پژواک خبري اژانس ته وويل، موټر سايکل د ښوونې او روزنې پوهنځي دننه د موټرونو په تم ځاى کې ولاړ و، چې د چاودنې له امله پنځه محصلين ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، چې شاوخوا ولاړ نور موټرونه او وسايط هم زيانمن شوي دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شل ورځې مخکې د ننګرهار په پوهنتون کې هم چاودنې د ژورناليزم پوهنځي يو استاد ټپي کړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.