Language

د ننګرهار پوهنتون محصلينو د برېښنايي تذکرو په اړه  شوې پرېکړه وغندله

جلال اباد، اسعداباد (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار پوهنتون محصلينو او په کونړ کې يو شمېر زده کوونکو د جلا جلا لاريونونو په ترڅ کې پر برېښنايي تذکره د دين او مليت کلمو د نه ليکل کېدو پرېکړه وغندله.

نن (د ليندۍ ١١مه) سلګونو محصلينو د کابل-جلال اباد لويه لار تړلې وه او د مشرانو جرګې هغه پرېکړه چې له مخې يې پر برېښنايي تذکرې  دې د دين او مليت کلمې نه ليکل کېږي، وغندله.

لاريون کوونکو ويل، په هېڅ صورت ورته ياده پرېکړه د منلو نه ده او که چېرې يې حکومت ومني نو دوى به يې په مقابل کې لاريونونو ته دوام ورکړي او برېښنايي تذکرې به نه اخلي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلينو ناظم نعمت ګل حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په برېښنايي تذکره کې بايد د افغان او دين کلمې موجودې وي او په هېڅ صورت ياده کړنه دوى ته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه: ((موږ مسلمانان او افغانان يو، که په تذکره کې افغان ونه ليکو، نو زموږ هويت ورک کېږي، په هېڅ صورت موږ ته دا فيصله د منلو وړ نه ده.))

ده ادعا وکړه، د يو شمېر بهرنيو زورواکانو له لوري د ځينو امتيازاتو په بدل د ولس استازي دا ډول پرېکړې کوي چې دوى ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي، دى پر حکومت غږ کوي که يې غوښتنې ونه مني نو بيا دې وروسته ګيلې نه کوي او نه دې هم ياد پوهنتون د القاعده په نوم نوموي.

ده وويل: ((موږ به لاريونونو ته دوام ورکوو او تل به د خپل حق غوښتونکي يو.))

د ننګرهار پوهنتون يو بل محصل قاري نوراحمد اعتمادي پژواک خبري اژانس ته  وويل،  د مشرانو جرګې د ناسمې پرېکړې په اړه يې لاريون کړى او په هېڅ صورت دوى ياده پرېکړه نه مني.

نوموړى زياتوي، د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ځينو کړيو په غوښتنو سره مشرانو جرګې ته دويم مکتوب لېږلى او په برېښنايي تذکرو کې يې د دين او مليت کليمې لرې کړې دي.

ده وويل: ((کومو کسانو چې دا ډول عمل کړى دا بايد محکمې ته راکش شي، موږ افغانان يو او مسلمانان يو.))

د نوراحمد په وينا، دوى د افغانستان ځوان قشر دى او په هېڅ ډول به دا چاره ونه مني، چې  ملي يووالي ته  تاوان دى.

ده ګواښ وکړ، که چېرې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمه ځاى پر ځاى نه شي نو دوى به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه وانه خلي.

د لاريون په پاى کې د لاريون کوونکو له لوري يو څو ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې له مخې يې مرکزي ادارې ته ګواښ شوى و، چې که له تذکرو  د افغان او دين کلمې لرې شي نو يادې تذکرې به ترلاسه نه کړي.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي وو کومو اشخاصو چې مشرانو جرګې ته دويم مکتوب لېږلى هغوى دې محکمې ته راکش شي.

په پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي وو چې دوى به تر هغې لاريونونو ته دوام ورکوي تر څو چې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کليمې نه وي زياتې شوي.

لاريون کوونکو مرګ د ايران او پاکستان په غلامانو شعارونه ورکول او ويل يې چې حکومت دې د ګاونډيو غلامان ونيسي او په سزا دې ورسوي.

له بلې خوا، د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم د يوې ديني مدرسې لسګونو زده کوونکو پر برېښنايي تذکرو د دين او مليت کلمو د نه کښلو له امله لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که په تذکرو کې ياد نومونه زيات نه شي، نو ورته لاريونونو ته به ادامه ورکړي او هېڅکله به دغه ډول تذکرې وانخلي.

ديني عالم مولوي نجيب الله، چې د اسعد اباد په شهيدانو پارک کې يې لاريون کوونکو ته وينا کوله، وويل: “په نړۍ کې افغانان په افغانيت او اسلاميت پېژندل کيږي، خو اوس په هېواد کې داسې کسان پيدا شوي، چې له افغان ولس څخه دغه دوه تاريخي نومونه او وياړونه اخلي.”

دوى د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره ويلي، چې په تذکرو کې د اسلام او افغان له نوم ليکلو پرته به تذکرې وانخلي.

هغوى د ملي شورا له غړو غوښتي، چې په تذکرو کې د اسلام او افغان له نومونو دفاع وکړي او کومو کسانو چې د اسلام او افغان نومونه له برېښنايي تذکرو لرې کړي، بايد څارنوالۍ ته يې معرفی کړي.

څو ورځې مخکې مشرانو جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مصوبې نور مواد تاييد کړل، خو پرېکړه يې وکړه چې پر برېښنايي تذکره دې تخلص، دين او د افغان کلمه نه ليکل کېږي.

عدليې وزارت د روان کال د وري په مياشت کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې ولسي جرګې ته وړاندې کړه او ولسي جرګې له يو لړ تعديلونو وروسته په دې اړه خپله مصوبه د غبرګولي په ٢٩مه د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستوله.

حکومت وړانديز کړى و، چې پر تذکره دې نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او اوسنى هستوګنځاى وليکل شي.

خو ولسي جرګې په دې اړه چې پر تذکره دې د مليت ذکر وشي او که نه، تر سختو او اوږدو ناندريو وروسته يې پرېکړه وکړه، چې د حکومت له وړانديز سره موافق دي، خو تخلص او دين دې هم پر تذکره وليکل شي.

دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې وه، چې د مليت تر څنګ دې د شخص نور مشخصات د تذکرې په ډيتابېس کې وليکل شي.

 

 

Related Topics