جلال اباد(پژواک١٢ليندۍ٩٢): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د امنيه قوماندانۍ د مرستيال په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې پر يوه سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه ، چې د چاودنې له امله يې د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ مرستيال نعيم خان وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.
عبدالزى وايي ، چې دوى له يوه سراچه ډوله موټر څخه په استفادې په وظيفوي سفر وو، چې چاودنه پرې رامنځته شوې ده.
د سيمې اوسېدونکى معلم عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل ، چې په ياد موټر کې د چپرهار د امنيه قوماندانۍ له مرستيال سربېره درې پوليس نور هم موجود وو او ورسره يو موټر چلوونکى چې ملکي وګړى دى ، هم ټپي شوى دى.
ده وويل ، چې د دوو پوليسو روغتيايي حالت ښه دى، خو د يوه پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د عامې روغتيا د مرکزي روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور تنه ور وړل شوي.
نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين ياده پېښه په کلکه غندلې او دا يې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.
ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه ددې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې له دې مخکې هم په چپرهار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي او پوځي دولتي مامورين وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP