Language

مزارشريف (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د بلخ د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې عوايد ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.

دغه مطلب په هغه ورکشاپ کې، چې د ښارواليو د عوايدو د لوړېدا په موخه د ښاروالۍ د لوى رياست په نوښت په مزارشريف کې جوړ شوى و، څرګند شو.

د ياد ورکشاپ په ترڅ کې د مزارشريف د ښاروالي مرستيال جان محمد خان وويل، چې د ښاروالۍ د کار کوونکو د منظم کار له امله د تېرو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه عوايد لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به د مزارشريف ښاروالي عوايد تر ۲۰۰ ميليونه افغانيو پورې رسېدل.

خو د هغه په وينا، د سږ کال تر وروستيو به د دې ښاروالۍ عوايد تر ۸۰۰ ميليونه افغانيو پورې ورسېږي.

جان محمد وويل، چې د دوی د عوايد د لوړېدو تر ټولو ستر لامل د ښاروالۍ د کار کوونکو منظم کار کول دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به له فابريکو او هټيو په منظمه توګه ماليه نه راټولېده؛ خو په روان کال کې يې د ښار له ټولو فابريکو او هټيو په سمه او منظمه توګه ماليه ټوله کړې ده.

همداراز د ښاروالي دولتي ملکيتونه، چې په کرايه ورکول کېدل، په روان کال کې په لوړه کرايه ورکول شول، چې د عوايد د ډېرېدو لامل شول.

د هغه په وينا، د ښاروالۍ د ترلاسه شوو عوايد ډېره برخه بېرته د مزارشريف ښار پر بيارغونه لګول کېږي.

جان محمد وويل، چې په روان کال کې د ښار په بېلابېلو لورو کې د ۳۰ کيلومتره سړکونو په قير کولو کار روان دی.

همداراز د ښار په ځينو برخو کې پارکونه او لوبغالي هم روغول شوي دي.

په هېواد کې د ښارواليو عمومي مالي او اداري مدير شاه لالا فراهي، چې په ياد ورکشاپ کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې په ټول هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د ښارواليو عوايد لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله په عمومي توګه د ښارواليو عوايد ۴۵ سلنه ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، د بلخ، جلال اباد، هرات او کابل ولايتونو عوايد نسبت نورو ولايتونو ته ډېر دي.

Related Topics