جلال اباد (پژواک١٣ليندۍ٩٢): د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پيل شو.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمد صابر مومند د ماسترۍ پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، نن په رسمي ډول پيل شو.
ده وويل: ((زه ډېر خوشحاله يم چې ننګرهار پوهنتون په اکاډميکو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.))
د هغه په وينا، په نږدې وختونو کې به د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ پروګرام پيل کړي.
نوموړي دا هم وويل چې دوى وزارت ته وړانديز کړى، ترڅو د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا پروګرام ورته جوړ او په لاره يې واچوي.
د پوهنتون رييس وويل: ((د ننګرهار پوهنتون له کابله را وروسته يواځينى پوهنتون دى، چې د شرعياتو په برخه کې ١٨ ډاکټران لري.))
د مومند په خبره، د ماسټرۍ لومړنى ټولګى چې ٢٠ تنه به وي، د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه به استادان په کې جذب شي.
د شرعياتو پوهنځي رييس پوهنوال سيد احمد فاطمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد ټولو پوهنتونونو ته يې مکتبونه استولي، ترڅو هغه استادان چې ماسټري يې نه وي کړي او د فقهې او قانون په برخه کې غواړي ، چې ماسټري وکړي، ورته دې ور وپېژني.
دى وايي، د شرعياتو په پوهنځي کې د ماسټرۍ يو بل پروګرام، چې د اسلامي تعليماتو په برخه کې دى، هم موجوده دى او برحاله محصلين روزي.
فاطمي زياته کړه: ((زموږ استادان په کې درس وايي او د خوښۍ خبره خو دا ده، چې د دې پوهنتون محصلين په ګڼو پوهنتونونو کې استادان دي.))
ياده دې وي، چې له دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې هم د ماسترۍ پروګرام پيل شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP